نړۍ

ترکیه به ډېر ژر په ناټو کې د سویډن له غړیتوب سره هوکړه وکړي –  انتوني بلینکن

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۷, ۱۴۰۲)

رویټرز څرګنده کړې؛ د شنبې پر ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي؛ ترکیه به په راتلونکیو اوونیو کې د سویډن غړیتوب تائید او هغو ناندرو ته به د پای ټکی کېدي، چې واشنګټن او متحدین یې ناراضه کړي دي.

د ترکیې پارلمان د بهرنیو چارو کمیسیون له ۱۹ میاشتني ځنډ وروسته تېره اوونۍ د لویدیځ بلاک د پراخولو لپاره د دې غوښتنې تصویب یو مهم ګام وباله، چې بل پړاو ته به یې د پارلمان په عمومي غونډه کې رای ورکړشي.

انتوني بلینکن په یونان کې خبریالانو ته ویلي: له ترکیې سره مو په ناټو کې د سویډن د غړیتوب د تائید د وروستیو ګامونو په اړه خبرې کړې دي.

سویډن په ۲۰۲۲ کې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته دا غوښتنه وکړه؛ خو د ترکیې ولسمشر طیب اردوغان د هغه څه په اړه اعتراض وکړ، چې پر ​​وینا یې ستاکهولم د هغو خلکو ساتنه کوي، چې انقره یې ترهګر ګڼي.

د امریکا د پارلمان غړیو هم ترکیې ته د ایف-۱۶ جنګي جټ الوتکو پلور د سویډن د غړیتوب تر لاسلیکولو ځنډولی دی.

د یادونې ده، چې د ناټو هر نوی غړی باید د ترکیې په ګډون د ټولو اوسنیو غړیو لخوا ومنل شي. ترکیه د ۷۰ کلونو څخه ډېر وخت کیږي، چې د ناټو غړی دی.

Trending

Exit mobile version