نړۍ
ترکیه غواړي د روسیې ډېر دفاعي سیسټمونه وپېري- اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي؛ ترکیه په دې نیت ده، چې له روسیې څخه د اس – ۴۰۰ توغندیو دفاعي سیسټم دوه یمه ټولګه هم واخلي، چې دا هڅه به د ناټو له متحد واشنګټن سره رامنځته شوی درز پراخه او د امریکا نوي بندیزونه رامنځته کړي.
د راپور د څرګندونو له مخې واشنګټن ويلي؛ اس – ۴۰۰ توغندي اف – ۳۵ جنګي الوتکو او د ناټو پراخ دفاعي سیسټمونو ته ګواښ دی.
ترکیې ویلي، چې د قناعت وړ شرایطو له مخې دوی د ناټو له کوم متحد څخه د هوایي دفاع سیستم ترلاسه کولی نشي.
اردوغان د یکشنبې پر ورځ له سي بي ایس نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي؛ هیڅوک نشي کولی، چې د بل هېواد د دفاعي سیسټمونو د بڼې او څرنګوالي په اړه پرېکړه وکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ هیڅا ته د لاسوهنې حق نه ورکوو او مونږ پخپله، خپله پرېکړه کوو.
رویټرز په ډاګه کړې، چې امریکا د ډسمبر په میاشت کې د اس ـ۴۰۰ توغندیو د لومړۍ ټولګې له پېرلو وروسته د ترکیې د دفاعي صنایعو د ریاست پر مشر اسماعیل دمیر او درې نورو کارمندانو بندیزونه ولګول.
د یادو توغندیو د دوه یمې ټولګې د تر لاسه کولو په اړه د روسیې او ترکیې ترمنځ خبرې روانې وې، چې واشنګټن په وار وار ویل؛ خامخا به نوي بندیزونه ولګول شي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند د اردوغان د څرګندونو په اړه ویلي؛ مونږ له ترکیې غوښتنه کوو، چې د اس ـ ۴۰۰ توغندیو سیسټم ونساتي او د روسیې د نورو پوځي تجهیزاتو له پېرودلو دې هم ډډه وکړي.
سرچینې زیاته کړې؛ امریکا، ترکیې ته د یوه متحد او ملګري پر سترګه ګوري او د ملګرتیا د پیاوړې کولو لارې چارې لټوي ان که څه هم مونږ مخالف وو.
په دې راپور کې راغلي؛ اردوغان به د چارشنبې پر ورځ په روسیه کې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري او د سوریې په شمال لویدیځ کې د تاوتریخوالي په ګډون پر مسلو ورسره خبرې وکوي.