تازه خبرونه

ترکیې افغانستان ته څه باندې ۵۰۰ ټنه بشري مرستې استولي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۶, ۱۴۰۲)

په افغانستان کې د ترکیې سفیر ويلي، د زلزله ځپلیو او راستنېدونکیو لپاره د ترکيې د بشردوستانه مرستو څه باندې ۳۰ واګونونه د هرات د تورغونډۍ بندر ته رارسېدلي دي.

د ترکيې سفير جنګ اونال، چې د اسلامي امارت چارواکو ته د دغې مرستې د لېږدولو په موخه د تورغندۍ بندر ته تللی  و؛ ټينګار کړی، چې د ترکيې دولت او خلک د افغانستان له خلکو سره ولاړ دي او د دوی مرستې به دوام ولري.

 نوموړی وایي: په اوسني وخت کې، چې افغانستان مرستې ته اړتیا لري، مونږ په ټولو امکاناتو سره د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ یوو او تر هغې، چې اړتیا وي مرسته به کوو. مونږ هیله لرو، چې زلزلې ځپلې کورنۍ خپلو کورونو ته ولاړې شي. ژر تر ژره  د دوی لپاره کورونه جوړ شي او هغه کسان، چې له بهر څخه راغلي او کډوال دي؛ د دوی ستونزې باید حل شي او خپلو کورونو ته ولاړ شي.

دغه راز زیاتوي؛ له دې مرستو څخه به څه باندې ۳۰۰ ټنه په هرات کې پر زلزله ځپلیو کورنیو ووېشل شي او ۲۰۰ ټنه به پر هغو کډوالو ووېشل شي، چې له پاکستان څخه پر زوره ایستل شوي دي.

دا د ترکیې د بشردوستانه مرستو اتمه ټولګه ده، چې دغه هېواد ته را استول کیږي، له دې مخکې هم د هرات له زلزله ځپلیو کورنیو ته د ترکیې مرستې رسیدلې وې.

د اسلامي امارت د افغاني سرې میاشتې ټولنې عملیاتي مرستیال عبدالطیف ثابت ویلي، په دغو مرستو کې خیمې، خوراکي توکي، جامې او د حفظ الصحې مواد شامل دي.

 د ترکیې د حکومت د بشري مرستو دغه لویه ټولګه په داسې حال کې هېواد ته داخلیږي، چې زلزلې ځپلې کورنۍ او له پاکستان او ایران څخه راایستل شوي افغان کډوال بېړنیو خوراکي توکو، جامو او خیمو ته اړتیا لري.

Trending

Exit mobile version