تازه خبرونه

ترکیې او قطر د کابل هوايي ډګر د ادارې هوکړه کړې

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۳, ۱۴۰۰)

اناتولي خبري سرچینې د ډیپلوماټیکو سرچینو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې ترکیې او قطر په افغانستان کې د کابل نړیوال هوايي ډګر د ګډې ادارې هوکړه کړې ده.

یادو سرچینو اناتولي خبري آژانس ته ویلي، چې د دواړو هېوادونو د اړوند کمېټو ترمنځ له یو لړ خبرو اترو وروسته د ترکيې او قطري شرکتونو ترمنځ د کابل هوايي ډګر د سمبالښت د همکارۍ هوکړه لیک ليک لاسليک شوی.

ویل کیږي، چې دغه هوکړه لیک د ډسمبر پر اوومه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش د سفر پر مهال د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دواړو هېوادونو د سټراټیژیکې کمېټې په اوومه غونډه کې لاسلیک شوی دی.

د ترکيې او قطري چارواکو دا ګډه کمېټه پرون کابل ته راغلې او غواړي، چې د یادې هوکړې او غوښتنو په اړه د اسلامي امارت له لنډمهالي حکومت سره خبرې وکړي.

له دې مخکې چاووش ویلي وه؛ د دې امکان شته، چې هېواد یې له قطر سره د ګډې همکارۍ له مخې د افغانستان د ۵ هوايي ډګرونو مدیریت پر غاړه واخلي.

ټاکل شوې، چې د ترکيې او قطري پلاوي لخوا د اسلامي امارت لنډمهالي حکومت ته ګډ وړانديزونه وړاندې شي.

د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې الوتنې د اګست له ۱۵ وروسته هغه مهال وځنډېدې، چې اسلامي امارت یو ځل بیا د کابل واک ترلاسه کړ او د اګست پر ۳۰\ ۳۱ شپه بهرني ځواکونه د امریکا تر مشرۍ لاندې بې مسوولیته ووتل، چې له وتلو مخکې یې په هوايي ډګر کې د ډګر تجهیزات او د رادار سیسټم له کاره وغورزول.

Trending

Exit mobile version