تازه خبرونه

ترکیې په تېرو دوه ورځو کې ۵۹۲ افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړل

Published

on

(Last Updated On: زمری ۳, ۱۴۰۱)

د ترکیې د استانبول او اسنبوغا له هوايي ډګرونو څخه په تېرو دوه ورځو کې افغانستان ته ۵۹۲ ناقانونه کډوال راستانه کړي دي.

د ترکیې رسنیو څرګنده کړی، چې دغه هېواد د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره په پولو کې د امنیتي تدابیرو پر زیاتوالي سربېره؛ د هغو کسانو د نیولو په اړه پلټنې روانې ساتلي، چې په ناقانونه بڼه ترکیې ته ورننوتي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د کډوالو ادارې ویلي، په استانبول او انقره کې د هغو ۵۹۲ افغان کډوالو د ویستلو لپاره الوتنې تنظیم شوي، چې د ویستلو په مرکزونو کې تر توقیف لاندې دي.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۲ زېږدیز کال له پیل راپدیخوا افغانستان ته ۱۴۰ چارتر الوتنې تنظیم شوې دي.

ویل کیږي، چې په دغو الوتنو کې ۲۵ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

Trending

Exit mobile version