سیمه ییز خبرونه

تر اوسه پنځوس زره نړيوال سرتېري له افغانستانه وتلي دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ملي دفاع وزير وايي، افغان ځواكونو د دې سرتېرو ځاى نيولى او د هرډول امنيتي تشې مخه يې نيولې ده.

كه څه هم  له افغانستانه د نړيوالو ځواكونو د وتلو په اړه اندېښنې موجودې دي، خو د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي پكتيا ته د سفر په ترڅ كې، چې په سويل ختيځ زون كې يې د ملي اردو له ليكو څخه د ليدنې په موخه كړى و څرگنده كړه، چې له هېواده د ناټو ځواكونو د وتلو بهير له پېله تر اوسه ۵۰ زره نړيوال سرتېري له افغانستانه وتلي دي.

ښاغلي محمدي د سولې او ثبات په ټينگښت كې  له امنيتي ځواكونو سره د خلكو  همكاري ارزښتناكه گڼي.

هغه د افغان امنيتي ځواكونو د وړتيا د لوړولو په اړه وايي، له افغانستانه د نړيوالو ځواكونو په وتلو سره  به افغان ځواكونه د دوى ځاى ونيسي او كومه امنيتي تشه به رامنځ ته نه شي.

د ملي دفاع وزير په داسې حال كې د امنيتي ځواكونو د وړتياوو د لوړېدلو خبروركوي، چې په پام كې ده تر يوه كال پورې په افغانستان كې ټول امنيتي مسئوليتونه له ناټو څخه افغان ځواكونو ته وسپارل شي.

Trending

Exit mobile version