تازه خبرونه

تر اووه میلیونوزیات افغانان په بهر کې کډوال دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کډوالو وزیر د څرګندونو له مخې جوته شوې ده چې شاوخوا یو میلیون نور افغانان له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي او د اووه ميليونو په شاوخوا کې له هېواد بهر کډه شوي دي.

د دې وضعیت په اړه د هېواد اجرایه ریاست اندیښنه ښودلې هغه زياتوي چې د اصلي ستونزې لامل بايد معلوم کړل شي.

کډوالي د افغان حکومت په وړاندې یوه لویه او جدي ستونزه ده،د کډوالو وزیر د کډوالو او بې ځایه شویو د ستونزو حل خپل کاري لومړیتوب بولي.

د کډوالو چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخي وايي: “د کډوالو د ستونزو د اواري له کبله د ملي يووالي حکومت د کډوالو ستونزو ته په خپلو کارونو کې لومړيتوب ورکوي. اوس مهال له هېواد اووه ميليونه افغانان کډوال شوي دي او له يوه ميليون ډېر نور يې په هېواد کې بې ځايه شوي دي.”

اجراییه ریاست وایي چې په کار ده له هېواده د خلکو د وتلو مساله معلومه شي.

د اجرایه ریاست لومړی مرستیال انجنير محمدخان وايي: “د جګړې اصلي عامل جګړه ده، دولت مکلف دی چې په لومړي سر کې د جګړو مخه ونيسی، خلک بهر ته د شوق نه بلکې له مجبوريته ځي چې لوی لامل يې جګړې او ناامنۍ دي.”

د مشرانو جرګې رییس فضل‌الهادي مسلمیار وايي: “افغانان له دوو لاملونو له هېواده کډه شوي دي لومړی ظلم دویم ناامني ده.”

همداراز د اجرایه ریاست دوهم مرستیال زیاتوي چې افغان دولت د دغو مهاجرتونو مخه نه شي نیولی.

د اجرایه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق وايي: “دې دولت نه تر دې وړاندې د کډواليو د مخنيوي واک لاره او نه يې اوس لري، يوازې دومره کولای شي چې د ستونزو په وړاندې فرصتونه هم برابر کړي.”

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو دوو کلونو کې په زیات شمېر افغانان له هېواده وتلي دي. په همدې حال کې له پاکستان څخه هېواد ته د افغانانو د بېرته ستنېدو بهیر مخ په پراختیا دی.

Trending

Exit mobile version