تازه خبرونه
تر نومبره به په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر ۴ یا ۵ زره ته راورسوم
د امریکا ولسمشر څرګنده کړې، چې د نومبر تر ټاکنو پورې به په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر له ۴ تر ۵ زره پورې راټیټ شي.
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ له یوې امریکایي رسنۍ سره په یوه مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې به د امریکايي ځواکونو شمېیر څلور زره ته راټیټ شي.
ترمپ په ډاګه کړې: مونږ به ډېر ژر په افغانستان کې د خپل ځواکونه شمېر له ۸۰۰۰ څخه ۴۰۰۰ ته راټیټ کړو. مونږ اوس د خبرو په حال کې یو او غواړو، چې د ولسمشریزو ټاکنو څخه مخکې دا پرېکړه پلې شي.
د امریکا ولسمشر ویلي، چې اپه افغانستان کې له تېرو ۱۹ کلونو راپدیخوا امریکايي سرتېري د هڅو پر ترسره کولو اخته دي؛ اوس یې د وتلو وخت رارسیدلی دی.
که څه هم ترمپ له افغانستان څخه د وتلو کره نېټه نېټه نده په ګوته کړې؛ خو ټینګار یې کړی، چې د ولسمشرۍ د ټاکنو پر ورځ به له ۴ څخه تر ۵ زره پورې سرتېري هلته پاتې وي.
ترمپ ویلي؛ هغه له طالبانو سره د روسیې د ملاتړ تورونه اوریدلي، خو تر دې دمه یې کاري میز ته ندي رارسیدلي، چې په اړه یې پرېکړه وکړي.
هغه زیاته کړې، چې روسیې په افغانستان کې هیڅ کار نلري. پخوانی شوروي اتحاد هم په افغانستان کې د لاسوهنو له کبله ووېشل شو. وروستی کار، چې روسیه یې په افغانستان کولی شي؛ هغه به لاسوهنه وي، خو هغه کارنده نه وه.
د روان کال د جون په میاشت کې داسې راپورونه خپاره شولو چې روسیه په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د وژلو لپاره د طالبانو ملګرو ته دالۍ ورکوي.
همهاله بیا په افغانستان کې د ناتو ملکي استازي د افغانانو ترمنځ د خبرو د سمدستي پیل غوښتنه وکړه او په ډاګه یې کړه، چې ښکېلې خواوې باید له دغو شېبو ګټه ،رته کړي.
د ناتو ملکي استازي ستیفانو پونتیکوروو د حکومت او طالبانو له اختریزه اوربنده داسې هرکلی په ډاګه کړی: مونږ د لوی اختر له اوربنده هرکلی کوو او هیله لرو، چې دا به د سولې په راوستو کې مرسته وکړي. مونږ تلپاتې او باثباته سولې ته د رسېدو لپاره یو ځانګړی فرصت لرو او دا د افغانانو ترمنځ خبرې دي. د افغانستان خلک سوله غواړي او دوی به هغه څوک ونه بخښي یا هیر نکړي، چې سولې ته خنډ جوړوي او یا یې نوره هم خنډوي.
تازه خبرونه
د سالنګونو لویې لارې د ۱۵ کیلومټره سړک د بیارغونې تړون لاسلیک شو
د یاد وزارت د ویاند محمد اشرف حقشناس د څرګندونو له مخې؛ دا لاره د اولنګ له سیمې پیلېږي او د جبلالسراج تر سیمې غځېږي، چې د ۱۵ کیلومټره پر اوږدوالي او ۱۲ مټره پر سور به قیر او بیاورغول شي.
د ټولګټو چارو وزارت ویلي، د سالنګونو لویې لارې اړوند د سویلي سالنګ د ۱۵ کیلومټره سړک د بنسټیزې بیارغونې تړون له ودانیز او سړک جوړونې شرکت سره د څه باندې ۱.۲ میلیارډ افغانیو پر ارزښت لاسلیک شوی دی.
د یاد وزارت د ویاند محمد اشرف حقشناس د څرګندونو له مخې؛ دا لاره د اولنګ له سیمې پیلېږي او د جبلالسراج تر سیمې غځېږي، چې د ۱۵ کیلومټره پر اوږدوالي او ۱۲ مټره پر سور به قیر او بیاورغول شي.
حقشناس ویلي؛ په دې پروژه کې د ۵ نویو پلګوټو جوړول، د ۳۳ پلګوټو پراخول او د سړک ترڅنګ د ۶۰۰ مټرو ویالو جوړول هم شامل دي.
د ټولګټو چارو وزیر محمد عیسی ثاني د تړون د لاسلیک پر مهال ویلي، د سالنګونو لویه لار د هېواد له مهمو اقتصادي لارو څخه ده او باید چارې یې له معیارونو سره سمې او پخپل وخت بشپړې شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا پروژه د سالنګونو د لویې لارې د اساسي بیارغونې د پراخ پلان یوه برخه ده، چې په سویلي، شمالي او خنجان–دوشي برخو کې روانه ده.
د سالنګونو لویه لار د هېواد له مهمو ټرانسپورټي او ټرانزیټي لارو څخه ده، چې شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي او د خلکو د تګ راتګ، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد په برخه کې مهم رول لري.
International Sports
مسي د نړیوال جام په ګولوهنه کې ریکارډ جوړ کړ؛ ارجنټاین حذفي پړاو ته ولاړ
د ارجنټاین لوبډلمشر په دې حساسه لوبه کې دواړه ګولونه ووهل او خپل ټول ګولونه یې په نړیوال جام کې ۱۸ ته ورسول، چې له دې سره یې د جرمني د میروسلاو کلوزې د ۱۶ ګولونو ریکارډ مات کړ.
لیونل مسي د دوشنبې پر ورځ د اتریش پر وړاندې د ارجنټاین په ۲–۰ بریا کې دوه ګولونه ووهل او د نړیوال جام د تاریخ د تر ټولو ډېرو ګولونو ریکارډ یې جوړ کړ.
د ارجنټاین لوبډلمشر په دې حساسه لوبه کې دواړه ګولونه ووهل او خپل ټول ګولونه یې په نړیوال جام کې ۱۸ ته ورسول، چې له دې سره یې د جرمني د میروسلاو کلوزې د ۱۶ ګولونو ریکارډ مات کړ.
مسي، چې څو ورځې وروسته ۳۹ کلن کېږي. نوموړي سره له دې، چې د لوبې په پیل کې یې یوه پنالټي ضایع کړه؛ خو په مهمو شېبو کې یې ښه لوبه وکړه. د هغه کړنې ارجنټاین ته دا زمینه برابره کړه، چې د نړیوال جام په سیالیو کې خپل قوي پیل وساتي او د ۳۲ غوره لوبډلو پړاو ته ووځي.
مسي اته ځله د طلایيتوپ ګټونکی پاتې شوی، په نړیوال جام کې یې په پرلهپسې شپږو لوبو کې ګولونه وهلي او د دې پړاو د پېنځه ګولونو له لرلو سره د طلایيتوپ د سیالۍ په مخکښو لوبغاړو کې دی.
د افغانستان فوټبال مینهوال کولی شي د نړیوال جام سیالۍ پر ژوندۍ بڼه د آریانا ټلویزیون له لارې وګوري.
تازه خبرونه
د افغانستان په ځینو لرې پرتو سیمو کې ژوند «ستونزمن» شوی – ملګري ملتونه
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) ویلي، نږدې ۲۲ میلیون کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړ دي؛ خو د ۲۰۲۶ز. کال لپاره له ۱.۷ میلیارډ ډالرو د اړتیا وړ بودجې یوازې ۱۴ سلنه تر اوسه برابر شوې ده.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د بشري ناورین له ژورېدو سره د هېواد په لرې پرتو سیمو کې ژوند ورځ تر بلې سخت شوی او په ځینو سیمو کې ان «ستونزمن» شوی دی. د دې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ وچکالي، د خوړو ناامني او د بشري مرستو د بودجې سخت کمښت میلیونونه کسان له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) ویلي، نږدې ۲۲ میلیون کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړ دي؛ خو د ۲۰۲۶ز. کال لپاره له ۱.۷ میلیارډ ډالرو د اړتیا وړ بودجې یوازې ۱۴ سلنه تر اوسه برابر شوې ده.
د اوچا د څرګندونو له مخې؛ اوږدمهاله وچکالۍ او د اوبو کمښت د هېواد په ګڼو کلیوالو سیمو کې ژوند ګډوډ کړی او ډېرې کورنۍ یې اړ کړي، چې خپل کورونه او کرنیزې ځمکې پرېږدي.
د اوچا یوې مسوولې اولګا چروکو ویلي، د بامیان په یوه کلي کې نږدې نیمايي اوسېدونکو سیمه پرېښې؛ ځکه نور د ځمکو د خړوبولو لپاره اوبه نشته او کرنیز حاصلات وچ شوي دي.
هغې د هغو کورنیو یادونه هم کړې، چې د ژوندي پاتې کېدا لپاره له ډېرو کمو امکاناتو سره شپې او ورځې سبا کوي.
نوموړې زیاته کړې، ځینې کورنۍ د سختې بېوزلۍ له کبله اړ شوي، چې پر ډېر ساده او ناکافي خوراک ژوند وکړي.
ملګرو ملتونو اټکل کړی، چې په افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي. مرستندویه بنسټونه خبرداری ورکوي، چې د خوارځواکۍ ډېرې پېښې ناوخته تشخیصېږي او یو شمېر ماشومان له روغتیايي خدمتونو مخکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
اوچا ویلي: سره له دې، چې بودجه کمه ده؛ مرستندویه ادارو خپلې هڅې روانې ساتي.
د روان کال د جنورۍ او اپریل ترمنځ شاوخوا ۵.۹ میلیون کسانو لږ تر لږه یو ډول بشري مرسته ترلاسه کړې، چې ۳.۵ میلیون کسانو ته یې خوراکي مرستې رسېدلې دي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، که نړیوالې مرستې زیاتې نهشي؛ نو په راتلونکو میاشتو کې به میلیونونه افغانان له لوږې، بېوزلۍ او بېځایه کېدو له زیات خطر سره مخ شي.
-
تازه خبرونه3 days agoپه بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول
-
تازه خبرونه16 hours agoافغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده
-
تازه خبرونه2 days agoقزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني لاریو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شو
-
تازه خبرونه17 hours agoپه کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه ناسته وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه غزه کې د اسرائیلو پر بریدونو د یو ماشوم او د الجزیرې د یوه خبریال پر ګډون ۹ کسان وژل شوي
-
تازه خبرونه2 days agoله افغانستان سره تعامل د بېثباتۍ د مخنیوي لپاره اړین دی – قزاقي استازی
-
څار3 days agoڅار: د افغانستان او پاکستان ترینګلې اړیکې
