تازه خبرونه

تر نومبره به په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر ۴ یا ۵ زره ته راورسوم

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۴, ۱۳۹۹)

د امریکا ولسمشر څرګنده کړې، چې د نومبر تر ټاکنو پورې به په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر له ۴ تر ۵ زره پورې راټیټ شي.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ له یوې امریکایي رسنۍ سره په یوه مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې به د امریکايي ځواکونو شمېیر څلور زره ته راټیټ شي.

ترمپ په ډاګه کړې: مونږ به ډېر ژر په افغانستان کې د خپل ځواکونه شمېر له ۸۰۰۰ څخه ۴۰۰۰ ته راټیټ کړو. مونږ اوس د خبرو په حال کې یو او غواړو، چې د ولسمشریزو ټاکنو څخه مخکې دا پرېکړه پلې شي.

د امریکا ولسمشر ویلي، چې اپه افغانستان کې له تېرو ۱۹ کلونو راپدیخوا امریکايي سرتېري د هڅو پر ترسره کولو اخته دي؛ اوس یې د وتلو وخت رارسیدلی دی.

که څه هم ترمپ له افغانستان څخه د وتلو کره نېټه نېټه نده په ګوته کړې؛ خو ټینګار یې کړی، چې د ولسمشرۍ د ټاکنو پر ورځ به له ۴ څخه تر ۵ زره پورې سرتېري هلته پاتې وي.

ترمپ ویلي؛ هغه له طالبانو سره د روسیې د ملاتړ تورونه اوریدلي، خو تر دې دمه یې کاري میز ته ندي رارسیدلي، چې په اړه یې پرېکړه وکړي.

هغه زیاته کړې، چې روسیې په افغانستان کې هیڅ کار نلري. پخوانی شوروي اتحاد هم په افغانستان کې د لاسوهنو له کبله ووېشل شو. وروستی کار، چې روسیه  یې په افغانستان کولی شي؛ هغه به لاسوهنه وي، خو هغه کارنده نه وه.

د روان کال د جون په میاشت کې داسې راپورونه خپاره شولو چې  روسیه په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د وژلو لپاره د طالبانو ملګرو ته دالۍ ورکوي.

همهاله بیا په افغانستان کې د ناتو ملکي استازي د افغانانو ترمنځ د خبرو د سمدستي پیل غوښتنه وکړه او په ډاګه یې کړه، چې ښکېلې خواوې باید له دغو شېبو ګټه ،رته کړي.

د ناتو ملکي استازي ستیفانو پونتیکوروو د حکومت او طالبانو له اختریزه اوربنده داسې هرکلی په ډاګه کړی: مونږ د لوی اختر له اوربنده  هرکلی کوو او هیله لرو، چې دا به د سولې په راوستو کې مرسته وکړي. مونږ تلپاتې او باثباته سولې ته د رسېدو لپاره یو ځانګړی فرصت لرو او دا د افغانانو ترمنځ خبرې دي. د افغانستان خلک سوله غواړي او دوی به هغه څوک ونه بخښي یا هیر نکړي، چې سولې ته خنډ جوړوي او یا یې نوره هم خنډوي.

Trending

Exit mobile version