تازه خبرونه
تر هغه وخته، چې اړتیا وي مونږ له افغان ځواکونو سره مرسته کوو- ناتو
په افغانستان کې د ناتو ملکي استازي له آریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې په دې هېواد کې زمونږ د سرتېرو د پاتې کیدو او یا هم د وتو پرېکړه به افغان حکومت کوي.
د ناتو ملکي استازي له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي؛ د طالبانو لخوا مخ په زیاتیدونکي تاوتریخوالي اندېښمن کړی او په وینا یې، چې دوی ته دغه حالت د منلو ندی.
په افغانستان کې د ناتو ملکي استازی که څه هم د یو شمېر طالب زندانیانو د نه خوشې کولو په برخه کې د افغان دولت دریځ او اندېښنې مشروع ګڼي؛ خو وايي، چې دواړه خواوې باید سولې ته د رسیدو لپاره نرمښت وښيي.
په افغانستان کې د ناتو ملکي استازی ستیفانو پونتیکورو وایي: د زندانیانو د خوشې کولو بهیر سست روان دی؛ هیله ده، چې دغه بهیر یو څه چټک شي. افغان دولت د پاتې طالب زندانیانو د خوشې کولو په هکله اندېښنه لري او دا یوه واقعي اندېښنه ده. مونږ له دواړو لوریو په ځانګړې توګه له طالبانو غواړو، چې نرمښت وښيي.
د ناتو ملکي استازی وايي، چې په افغانستان کې د ننه د رهبرانو ترمنځ د سولې په اړه اجماع ډېره مهمه ده. د هغه په وینا د سیمې او نړۍ هېوادونه په دې اړه اجماع ته رسیدلي دي.
دی زیاتوي، چې مونږ د تل لپاره دلته نه پاتې کیږو؛ مونږ د اړتیا تر وخته همکارۍ ته چمتو یو. زمونږ حضور به اړتیاوو ته په کتو وي او په ټوله کې به افغان دولت په دې برخه کې پرېکړه کوي.
د ناتو ملکي استازي له آریانا نیوز سره په مرکه کې له طالبانو وغوښتل، چې سولې ته ژمن پاتې شي او باور رامنځته کړي.
