تازه خبرونه
تر هغه وخته، چې اړتیا وي مونږ له افغان ځواکونو سره مرسته کوو- ناتو
په افغانستان کې د ناتو ملکي استازي له آریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې په دې هېواد کې زمونږ د سرتېرو د پاتې کیدو او یا هم د وتو پرېکړه به افغان حکومت کوي.
د ناتو ملکي استازي له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي؛ د طالبانو لخوا مخ په زیاتیدونکي تاوتریخوالي اندېښمن کړی او په وینا یې، چې دوی ته دغه حالت د منلو ندی.
په افغانستان کې د ناتو ملکي استازی که څه هم د یو شمېر طالب زندانیانو د نه خوشې کولو په برخه کې د افغان دولت دریځ او اندېښنې مشروع ګڼي؛ خو وايي، چې دواړه خواوې باید سولې ته د رسیدو لپاره نرمښت وښيي.
په افغانستان کې د ناتو ملکي استازی ستیفانو پونتیکورو وایي: د زندانیانو د خوشې کولو بهیر سست روان دی؛ هیله ده، چې دغه بهیر یو څه چټک شي. افغان دولت د پاتې طالب زندانیانو د خوشې کولو په هکله اندېښنه لري او دا یوه واقعي اندېښنه ده. مونږ له دواړو لوریو په ځانګړې توګه له طالبانو غواړو، چې نرمښت وښيي.
د ناتو ملکي استازی وايي، چې په افغانستان کې د ننه د رهبرانو ترمنځ د سولې په اړه اجماع ډېره مهمه ده. د هغه په وینا د سیمې او نړۍ هېوادونه په دې اړه اجماع ته رسیدلي دي.
دی زیاتوي، چې مونږ د تل لپاره دلته نه پاتې کیږو؛ مونږ د اړتیا تر وخته همکارۍ ته چمتو یو. زمونږ حضور به اړتیاوو ته په کتو وي او په ټوله کې به افغان دولت په دې برخه کې پرېکړه کوي.
د ناتو ملکي استازي له آریانا نیوز سره په مرکه کې له طالبانو وغوښتل، چې سولې ته ژمن پاتې شي او باور رامنځته کړي.
تازه خبرونه
د افغانستان جګړه مې په درې اوونیو کې ګټلی شوه – ډونالډ ټرمپ
ټرمپ د یکشنبې پر ورځ د آیوا ایالت په ډوبوک ښار کې د منځمهالو ټاکنو یوې ټاکنیزې غونډې ته ویلي، چې د امریکا پخوانیو حکومتونو په جګړو کې د روښانه موخې او بریا لپاره ګام نهدی پورته کړی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې، چې د افغانستان جګړه یې په درې اوونیو کې ګټلی شوه. هغه د امریکا پر پخوانیو ولسمشرانو نیوکه کړې، چې ولې یې د دغه هېواد په تر ټولو اوږده جګړه کې بریا ترلاسه نهکړه.
ټرمپ د یکشنبې پر ورځ د آیوا ایالت په ډوبوک ښار کې د منځمهالو ټاکنو یوې ټاکنیزې غونډې ته ویلي، چې د امریکا پخوانیو حکومتونو په جګړو کې د روښانه موخې او بریا لپاره ګام نهدی پورته کړی.
هغه د افغانستان په جګړه کې د امریکا پوځي حضور ته په نغوته کې هم ویلي:« افغانستان، کلونه او کلونه. مونږ هېڅکله د بریا لپاره جګړه نهکوو؛ د بریا لپاره جګړه نهکوو، بلکې د مساوي کېدا لپاره جګړه کوو.»
هغه زیاته کړې:« ما دغه جګړه په درې اوونیو کې ګټلی شوه.»
ټرمپ د ویتنام جګړې په اړه هم ورته ادعا کړې او ویلي یې دي، چې هغه جګړه یې په یوه اوونۍ کې ګټلی شوه.
امریکا د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته د ۲۰۰۱ز.کال په اوکټوبر کې پر افغانستان پوځي عملیات پیل کړل. دغه جګړه نږدې ۲۰ کاله روانه وه او امریکايي ځواکونو د ۲۰۲۱ز.کال په اګست کې له افغانستان څخه خپل وتل بشپړ کړل.
تازه خبرونه
خبریالان د رښتیا ویلو له کبله درنده بیه پرې کوي- ګوترش
ګوترش د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د بېسزا پاتې کېدو د پای ته رسولو نړیوالې ورځې پر مناسبت، چې د نومبر پر دوهیمه لمانځل کېږي؛ خبرداری ورکړی، چې د خبریالانو پر نښه کول او د هغوی د غږ غلي کول خلک له معلوماتو بېبرخې کوي او ټول زیانمنوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش ويلي، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې خبریالان اوس هم د رښتیا او حقیقت ویلو له کبله درنده بیه پرې کوي.
ګوترش د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د بېسزا پاتې کېدو د پای ته رسولو نړیوالې ورځې پر مناسبت، چې د نومبر پر دوهیمه لمانځل کېږي؛ خبرداری ورکړی، چې د خبریالانو پر نښه کول او د هغوی د غږ غلي کول خلک له معلوماتو بېبرخې کوي او ټول زیانمنوي.
هغه ویلي:« کله، چې خبریالان پر نښه کېږي او د هغوی د راپورونو خپرول بندېږي؛ په حقیقت کې مونږ ټول زیان وینو.»
د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل پیغام کې د خبریالانو لپاره د عدالت پر ټینګښت او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د جرمونو د عاملانو د ځوابویلو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
تازه خبرونه
ملا محمدحسن آخوند د بېلاروس د نااستوګن سفیر باورلیک ومانه
د باورلیک منلو په مراسمو کې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د رییسالوزراء د دفتر عمومي رییس ملا عبدالواسع هم حضور درلود. دواړو لوریو د افغانستان او بېلاروس ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.
د اسلامي امارت رییسالوزراء ملا محمدحسن آخوند په ارګ کې د یوې غونډې پر مهال د افغانستان لپاره د بېلاروس د نااستوګن سفیر او ځانګړي استازي الکسانډر اوګوروډنیکوف باورلیک ومانه.
د باورلیک منلو په مراسمو کې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د رییسالوزراء د دفتر عمومي رییس ملا عبدالواسع هم حضور درلود. دواړو لوریو د افغانستان او بېلاروس ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.
ملا محمدحسن آخوند د نوي سفیر د ماموریت پیل د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د نوي پړاو نښه وبلله او هیله یې څرګنده کړه، چې دغه ماموریت به د کابل او مینسک ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
نوموړي زیاته کړې، افغانستان په دې برخو کې هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دی.
دغه راز د بېلاروس نوي سفیر په افغانستان کې د خپل ماموریت له پیلېدا خوښي څرګنده کړه او څرګندوي، چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره د کرنې، خوراکي توکو او درملو په برخو کې سوداګري زیاته کړي.
نوموړي همداراز بېلاروس ته د اسلامي امارت د بېلابېلو پلاوو وروستي سفرونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور پیاوړتیا او د دوهاړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره اغېزناک وبلل.
-
تازه خبرونه5 days agoد ښځو حقونه باید د اسلامي شریعت په رڼا کې تأمین شي
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ آرمان افسي عمر ځواک ته ۵ پر ۱ ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه5 days agoپه متقابلو بریدونو کې یو شمېر پاکستاني پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – د افغانستان دفاع وزارت
-
تازه خبرونه5 days agoتحول: له روسي پلوه ځواکونو سره یو ځای کېدا ته لېوالتیا
-
تازه خبرونه5 days agoد سیمې هېوادونه له امریکا پرته خپلې ستونزې حلولی شي – پزشکیان
-
نړۍ1 day agoد جرمني د ځوان نسل په تاوتریخجنو لاریونونو کې د فرانکفورټ هټۍ لوټ شوې
-
څار5 days agoڅار: د ژمې د رارسېدو په درشل کې افغانستان ته د کډوالو ستنولو چمتووالی
-
تازه خبرونه4 days agoاروپايي ټولنې له افغانانو سره پر روان ملاتړ ټینګار وکړ
