سیمه ییز خبرونه
تر هغې چې د کاندیدانو تر منځ سیاسی توافقات روښانه نه شي، ستونزه حل کېدونکې نده
د ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي، چې د ولسمشرۍ د کاندیدانو د ټیمونو تر منځ د نظر اختلافونه د دواړو کاندیدانو تر منځ د بې باورۍ او سیاسی توافق ته د نه ژمنتیا زېږنده بولي.
د رایو له تفتیش څخه څو ورځې په تېرېدو دي، خو لاهم دغه بهیر خپل تګلوری نه پېدا کړی.
دا ځل بیا د سمو او ناسمو رایو پر سر د دواړو ټیمونو د نظر اختلاف د تفتیش بهیر بیا وځنډاوه.
د افغانستان د ټاکنو د څار بنسټ رئيس جانداد سپین غر وايي، تر هغې چې د کاندیدانو تر منځ سیاسی توافقات روښانه او وروستي نه شي، ستونزه حل کېدونکې نده.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ ویاند فهیم نعیمي بیا وايي، چې د رایو د تفتیش پر تګلاره دواړه ټیمونه هوکړه لري او باید د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ستونزې د حل لپاره له خپلو واکونو څخه استفاده وکړي.
د ټاکنو د څارونکو بنسټونو په باور که د تفتیش بهیر همداسې ځنډول کېږي، د ټاکنو د پایلې په باب به خلک بیا بې باوره شي. په دې اړوند د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د نظر په ا خیستلو بریالي نه شوو.