تازه خبرونه

تر ځمكې لاندې اوبو څخه نامعقوله استفادې هيواد له انساني ناورين سره مخ كړى دى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د اصلاحاتو او ښه حكومت په چارو كې د ولسمشر فوق العاده استازى خبردارى وركوي چې ترځمكې لاندې اوبو څخه نامعقولې استفادېهيواد له انساني ناورين سره مخ كړى دى.

هغه چې د ځمكې لاندې اوبو په ملي كنفرانس كې يې خبرې كولې وويل؛ د دې اوبو كچه تر دوه نيم مترو پورې ټيټه شوې ده.

د انرژۍ او اوبووزير هم نيوكه كوي چې د هيواد د اوبو سرچينو په سياست كې ترځمكې لاندې اوبو ته هيڅ پاملرنه نه ده شوې.

تر ځمكې لاندې اوبو د كموالي په اړه انديښنو حكومت اړ كړى چې په دې برخه كېد سكتوري ادارو په حضور ملي كنفرانس جوړ كړي.

احمد ضيا مسعود   د ښه حكومت او اصلاحاتو په برخه كې د ولسمشر استازى:

که موږ چېرې دغو اوبو ته اهمیت ورنکړو، پرته له شکه زموږ ټولنیز ژوند به وګواښي. تر اوسه زموږ د ځمکې لاندې اوبو کچه د دوو تر دوه نیم متره ټیټه شوې؛ که دا په همدې ډول ادامه پیدا کړي، نو پرته له شکه پنځه کاله وروسته به موږ د اوبو له ستر کمښت سر مخ شو.

د انرژۍ او اوبو وزير علي احمد عثماني دغه راز ټينګار كوي چې د هيواد د اوبو د سرچينو په سياست كې ترځمكې لاندې اوبو ته هيڅ پاملرنه نه ده شوې:

نهه ویشت ملیون متر مکعب اوبو موجودې دي. که هر کال دا منفي بیلانس ادامه پیدا کړي، نو نږدې پنځلس کاله وروسته ښایي د ځمکې لاندې اوبه له منځه لاړې شي.”

د انرژې او اوبو وزير خبردارى وركوي چې ځينې قراردادي شركتونه د برښنا او اوبو   بندونو جوړول له دليل پرته ځنډوي چې له جدي چلند سره به مخامخ شي.

Trending

Exit mobile version