سیمه ییز خبرونه
تر ۲۰۱۳ع كال به۲۴۰۰۰۰ كسان حرفوي زده كړې وكړي-آمنه افضلي
د افغانستان د كاراو ټولنيزو چارو وزارت وايي:
د حرفوي زده كړو پراختيا په كاري لوړيتوبونو كې ده.
د كاراو ټولنيزو چارو وزيرې په كابل كې له دوه خصوصي موسسو سره د حرفوي زده كړو د تړون د لاسليك پرمهال وويل، چې:
دغه وزارت په پام كې لري، چې تر۲۰۱۳ع كال پورې به په ټول هېواد كې څه نا څه دوه سوه څلوېښت زره كسانو ته حرفوي زده كړې ور په برخه شي.
د آريانا راډيو- ټلويزيون خبريال محمد اسلم حجاب څرگندوي، چې د افغانستان د كاراو ټولنيزو چارو وزيرې آمنې افضلي د چهارشنبه په ورځ د دې تړون د لاسليك پرمهال وويل، چې:
د حرفوي زده كړو دا دوه پروژې په پنجشيراو بلخ ولايتونو كې په شپږو مياشتو كې تطبيقيږي.
د كار او ټولنيزو چارو وزيره آمنه افضلي وايي، چي:
په دې پروژو كې ۶۰۰ معلولينو ، وزگارو كسانو، ميرمنو او بي ځايه شويو كسانوته د ګلدوزۍ ، خياطۍ ، ولدنگ ، راديو او تلويزيون د ترميم زده كړې وركول كيږي.
نوموړې وايي:
پر دې پروژو ۱۴ ميليون افغانۍ لگښت راځي، چې د وزارت له پرمختيايي بوديجې څخه وركول كيږي .
د كار او ټولنيزو چارو وزارت وايي: په دې پروژو كې زياته ونډه ميرمنو او له هغو وروسته معلولو كسانوته په نظركي نيو ل شوې ده.
د كار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، چې:
دا د هغو پروژو لړۍ ده، چې دا وزارت يې د وزگارتيا د مخنيوي او د حرفوي زده كړو د پراختيا په موخه په پام كې لري.
د دغه وزارت مسوولين وايي:
دا پروژې به ډېر ژر د هيواد په دولس نورو ولايتونو كي هم پيل كړي.
كه څه هم د كاراو ټولنيزو چارو وزارت په هېواد كې د بيكارۍ د كچې د ټيټولو په موخه د جدي هلو ځلو خبرې كوي خو په هېواد كې د وزگارتيا كچه ورځ تر بلې د لوړيدو په حال كې ده .
سیمه ییز خبرونه
د چین په شمال کې د چاودنې له کبله اته کسان ووژل شول
چاودنه شنبه سهار وختي د شانشي ولایت په شوویانګ سیمه کې رامنځته شوې ده.
د چین دولتي رسنیو راپور ورکړ، چې د هېواد په شمال کې د بیوټکنالوژۍ په یوه کوچنۍ شرکت کې د چاودنې له کبله اته کسان ووژل شول.
چاودنه شنبه سهار وختي د شانشي ولایت په شوویانګ سیمه کې رامنځته شوې ده.
د شینهوا خبري سرچینې راپور ورکړی، چې د جیاپینګ بیوټکنالوژۍ شرکت قانوني استازی نیول شوی او د پېښې په اړه د څېړنې ډله ټاکل شوې ده.
د شینهوا د څرګندونو له مخې؛ شرکت په یوه غرنۍ سیمه کې پروت دی او د پطښې له سیمې څخه تیاره ژیړ لوګی پورته کېده.
د چاودنې علت تر دې دمه روښانه شوی ندی.
جیاپینګ بیوټکنالوژۍ شرکت، چې د ۲۰۲۵ کال په جون کې جوړ شوی؛ د څارویو د خوړو، د ډبرو سکرو محصولاتو او ساختماني موادو په اړه څېړنې ترسره کوي.
تازه خبرونه
د هند او افغانستان استازیو په بشکیک کې پر هراړخیزو همکاریو خبرې وکړې
په بشکیک کې د افغانستان سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې، چې تېره ورځ ترسره شوې؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پراختیا ترڅنګ؛ د ویزو پر آسانتیاوو، روغتیا، سیاحت، پانګونې او بشري همکاریو بحث او خبرې شوې دي.
په بشکیک کې د افغانستان سفارت چارسمبالي عبدالشکور حقاني او په دې هېواد کې د هند جمهوریت سفیر بیرېندر سنگهـ د دواړو هېوادونو پر همکاریو خبرې کړې دي.
په بشکیک کې د افغانستان سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې، چې تېره ورځ ترسره شوې؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پراختیا ترڅنګ؛ د ویزو پر آسانتیاوو، روغتیا، سیاحت، پانګونې او بشري همکاریو بحث او خبرې شوې دي.
ویل کیږي، چې دواړو لوریو تر منځ د متقابل باور د پیاوړتیا او ګډو همکاریو د پراخېدا پر اهمیت هم ټینګار وشو.
سیمه ییز خبرونه
په بلوچستان کې له خونړیو نښتو وروسته د پاکستان پوځ خپل هوایي بریدونه بریالي وګڼل
د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ د وروستي تاوتریخوالي له کبله د ځاني زیانونو شمېر ۵۸ کسانو ته لوړ شوی دی.
د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي، چې د دې هېواد هوایي ځواکونو له درې ورځنیو سختو نښتو وروسته د چورلکو او څارګرو الوتکو پر کارولو د بلوچستان ایالت یو له لاسه وتلی صحرايي ښار نوشکی د «بلوڅ آزاديبښونکي پوځ» له جنګیالیو بېرته ترلاسه کړ.
د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ د وروستي تاوتریخوالي له کبله د ځاني زیانونو شمېر ۵۸ کسانو ته لوړ شوی دی.
دغه نښتې د شنبې پر ورځ( د سلواغې یوولسمه) د «بلوڅ آزاديبښونکي پوځ» جنګیالیو د همغږو بریدونو له څپې وروسته پیل شوې، چې په کې د پاکستان د تر ټولو لوی ایالت پراخې سیمې له اخ او ټوخه وغورځول شوې.
امنیتي چارواکو ویلي، چې د نښتو پر مهال ۱۹۷ جنګیالي وژل شوي دي.
جنګیالیو د خپلو دغو تر ټولو پراخو عملیاتو پر مهال د بلوڅستان په بېلابېلو سیمو کې بریدونه پیل کړل، چې له کبله یې له ۲۲ ډېر امنیتي سرتېري او ۳۶ ملکي وګړي ووژل شول.
د بلوڅستان په نوشکي ښار کې بلوڅو جنګیالیو د درې ورځو لپاره د پولیسو یوه حوزه او څو امنیتي مرکزونه تر هغې وساتل، چې د پوځیانو د هوایي او ځمکنیو بریدونو په پایله کې یو ځل بیا دا ښار بېرته ونیول شو.
بلوچستان، چې یو بېوزله؛ خو له طبیعي زېرمو بډای ایالت دی، له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري او له کلونو راپدېخوا د بلوڅ جنګیالیو د پاڅونونو شاهد دی.
ویل کیږي، چې د دې ایالت په نورو سیمو کې د جنګیالیو پر ضد عملیات اوس هم روان دي او یو شمېر خلک جبري کډوالۍ ته اړ شوي دي.
-
لوبی4 days agoآریانا ټلویزیون په افغانستان کې ژمنی المپیک خپروي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه بلوچستان کې له خونړیو نښتو وروسته د پاکستان پوځ خپل هوایي بریدونه بریالي وګڼل
-
تازه خبرونه4 days agoازبکستان او پاکستان د افغان ټرانس اوسپنېپټلۍ ډګرنۍ چارې پیلوي
-
لوبی5 days agoپه آسیا ملتــونو جام کې افغـــانستان جـــاپـــان تـــه خپله څلورمه لوبه وبایلله
-
تازه خبرونه3 days agoد متحده عربي اماراتو له بندخونو يوشمېر افغان بندیان خوشې شول
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې دې ترهګریز ګواښ په پام کې ونیول شي – چین
-
نړۍ3 days agoد جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي
-
تازه خبرونه4 days agoد نشهیي توکو پر وړاندې په مبارزه کې د سیمهییزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وشو

