تازه خبرونه
تهران ته نږدې د یوه افغان کډوال د دردناکې وژنې پر تور یو ایرانی ونیول شو
د امیرطه رضايي نومی افغان مړی څو ورځې مخکې د تهران د شمال ختیځ د دماوند د سیمې په یوه باغ کې لاس تړلی ښخ شوی و.
د ایران پولیسو څرګنده کړې، چې یو ایرانی وګړی د یوه ۱۸ کلن افغان کډوال د وحشیانه وژنې پر تور نیول شوی دی.
د امیرطه رضايي نومی افغان مړی څو ورځې مخکې د تهران د شمال ختیځ د دماوند د سیمې په یوه باغ کې لاس تړلی ښخ شوی و.
دې وژنې د ټولنیزو رسنیو پراخه غصه راپارولې او په ایران کې یې د افغان کډوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه اندېښنې بیا راپورته کړې.
د تهران د دماوند پولیسو مشر مرتضی ملکي ویلي؛ رضایي د جولای پر دوهیمه د خپل ورځني کار لپاره له کوره ووت او له څو ورځو وروسته د هغه کورنۍ د هغه د ورکېدو راپور ورکړ. د پولیسو د پلټنو په بهیر کې د هغه جسد د آبسرد په اړوند سیمه کې وموندل شو.
د نوموړي د څرګندونوله مخې:«د ورکېدو د راپور له ثبتېدو وروسته څېړنې پیل شوې. یو ایرانی د افغان کډوال د قتل پر تور نیول شوی او پخپل جرم یې اعتراف هم کړی دی.»
پولیسو ویلي، چې پرقتل تورن د تهران د آبسرد له سیمې بهر اوسیږې او د رضايي د وژلو دلیل یې کار او مالي شخړه ښودلې ده.
د پولیسو د معلوماتو له مخېګ، شکمن رضايي پر سړه وسله وژلی او مړی یې په باغ کې سر غوڅی ښخ کړی و.
د سیمې خلکو ویلي، چې مړی په داسې حال کې موندل شوی، چې لاسونه یې تړلي وه او سر یې پرې شوی و.
د دماوند پولیسو زیاته کړې؛ د شکمن کس یو بل همکار، چې له پېښې وروسته تښتېدلی و؛ د اصلي شکمن له نیولو لږ تر لږه ۲۴ ساعته وروسته د قضايي همغږۍ له مخې په یوه لویدیز ولایت کې ونیول شو.
دې له وحشته ډکې وژنې په ایران او بهر کې د افغانانو غصه راپارولې ده. د ټولنیزو رسنیو کاروونکي دا پېښه په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي او تبعیض ښکاره نښه ګڼي.
د ټولنیزو رسنیو یوه کاروونکي لیکلي: «دا یوازې یوه وژنه نده، بلکې د هغه خطرناک چاپېریال ځلونه ده، چې افغان کډوال په کې ژوند کوي.»
دا وژنه په داسې حال کې ترسره شوې، چې ایران له څو اوونیو راپدېخواد افغان کډوالو د جبري ایستلو لپاره یو بې رحمه کمپاین پیل کړی دی.
د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ د جون له ۲۴ راپدېخوا له ۵۰۰ زره څخه ډېر افغان کډوال له ایران څخه ایستل شوي او په دې بهیر کې له ۵ زره څخه ډېر ماشومان له خپلو والدینو څخه بېل شوي دي.
که څه هم افغانان له کلونو راپدېخوا په ایران کې له ټولنیز او قانوني تبعیض سره مخ دي؛ خو د ایران او اسرائیل له وروستۍ ۱۲ ورځنۍ جګړې دا فشارونه چټک شوي دي.
له یادې جګړې وروسته د اخراج کچه په ورځ کې له ۲ زره څخه تر ۳۰ زره څخه ډېرو ته لوړه شوه؛ ځکه، چې ایراني چارواکو د زیان منونکو افغان ټولنې پر وړاندې د خلکو غصه بدله کړه.
د بشري حقونو اړوند بنسټونو له ایراني چارواکو غوښتي، چې د وژنو په اړه یوه رڼه څېړنه پیل کړي او د افغان کډوالو حقونه خوندي کړي، چې ډېری یې په ایران کې ټیټ معاش لرونکې دندې لري.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت هم په ایران کې پولیسو د یوې افغان کډوالې کبری رضايي له بې رحمانه وژنې وروسته یو ایرانې نیولی و.