تازه خبرونه
توبیاس الوود د اسلامي امارت پر ستاینه پښیمانه شو
د بریتانیا د پارلمان لوړپوړي غړي او پخواني پوځي توبیاس الوود د همکارانو له یو لړ نیوکو وروسته خپلې هغه انځوریزې څرګندونې، چې په کې د اسلامي امارت ستاینه شوې وه؛ له خپل تویتره لرې کړې.
توبیاس الوود په دې ویدیوي خبرو کې ویلي وه، چې د افغانستان اسلامي امارت په واکمنۍ کې امنیتي وضعیت ښه شوی، اداري فساد کم دی او د مخدره توکو سوداګري پای ته رسیدلي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم دغه ویدیو هغه مهال د خپل تویتر له لارې خپره کړه او ورسره یې څرګنده کړه، چې په حقیقت کې له دې څخه ډېر نور ښه کارونه هم تر سره شوي دي.
توبیاس الوود له نیوکو وروسته دا ویدیو لرې او په یوه تلویزیوني مرکه کې یې څرګنده کړه؛ دا غوره ده، چې خپل لاس پورته کړئ او تېروتنې ومنئ. ان که نیت هم ښه وي.
نوموړی وایي: زه دریږم او خپل اند څرګندوم. زه هڅه کوم، چې په ځانګړي توګه د نړۍ پر کچه حللارې وموم. ډېر خواشینی یم، چې له سفره زما ځلونه کېدی شوه ډېر ښه بیان شي.
نوموړي زیاته کړې: زه ښکاره وایم، چې د پارلمان د غړي په توګه راته تېرې ورځې ممکن زما لپاره ترټولو بدې ورځې وې. ما په کې تېروتنه وکړه.
هغه په خپل ویدیوي کلیپ کې د بریتانیا د سفارت د بیا پرانستلو او له اسلامي امارت سره د تعامل غوښتنه کړې وه.