تازه خبرونه
تورخم د پاکستان او افغانستان د خبرو له بې پایلې کېدو وروسته تړلی پاتې شو
د تورخم کمشنر عبدالجبار حکمت ویلي، چې پرون( د دوشنبې پر ورځ ) له پاکستاني لوري سره د ننګرهار د مرستیال والي پر مشرۍ خبرې اترې پرته له کومې پایلې پای ته ورسېدې.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو له ناکامۍ وروسته تورخم پوله پر څلورمه ورځ هم تړلې پاتې شوې ده.
د تورخم کمشنر عبدالجبار حکمت ویلي، چې پرون( د دوشنبې پر ورځ ) له پاکستاني لوري سره د ننګرهار د مرستیال والي پر مشرۍ خبرې اترې پرته له کومې پایلې پای ته ورسېدې.
پاکستانيو چارواکو له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د نویو تاسیساتو له جوړولو ډډه وکړي.
د باختر خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ پاکستان دا هم ویلي، چې افغانستان باید په سیمه کې د پاکستان د پراختیایي پروژو مخه ونهنیسي.
عبدالجبار حکمت وایي؛ د پاکستان دا غوښتنه د افغان لوري لخوا رد شوه، چې په پایله کې یې پاکستان د تورخم دروازه تړلې وساتله.
د پاکستان له دې کار سره زرګونه مسافر، د طبي ناروغانو او سوداګریزو لاریو په ګډون د پولې دواړو غاړو ته بند پاتې دي.
تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه اړینه ټرانزیټي لار ده. په ځانګړي توګه سوداګرو ته لوی زیان رسوي؛ ځکه، چې ډېری سوداګر د دواړو هېوادونو ترمنځ د تازه محصولاتو د لېږدولو لپاره پدې لار تکیه لري.
