بی بی سی پښتو
تورخم د پېښور له خوا د یوې ورځې لپاره پرانیستل شو
د تورخم ښاروال راحت ګل زیارمل بي بي سي ته وویل، دا لار نن (شنبه، غویی ۲۶مه) د پاکستان له لوري پرانیستل شوه چې د اټکل له مخې به شاوخوا پنځه زره افغانان هېواد ته راستانه شي.
دی وايي، له پاکستاني چارواکو سره پر دې غږېږي هغو افغانانو ته هم له دې لارې د اوښتو اجازه ورکړل شي، چې کورنۍ یې پښتونخوا کې دي:
“پاکستان کې د افغانستان د سفارت د وینا پر بنسټ دوی له پاکستان چارواکو سره پردې غږیږي چې هغه افغانان چې کورنۍ یې پښتونخوا کې او دوی دې خوا بند پاتې د هغوی د اوښتو لپاره زمینه برابره کړي.”
زیارمل زیاته کړه چې دې غاړې هېڅ کوم پاکستانی بند نه دی پاتې او یوازې د ګوتو په شمار موټر چلوونکي پاتې چې نن به واوړي.
پرون په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل هم په خپل ټویټر لیکلي وو، دا چې د لارې بیا پرانیستل به ستونزمن وي، نو له هېوادوالو جدي غوښتنه کوو چې له دې فرصت څخه په ګټه اخیستو هېواد ته ولاړ شي.
دغه دروازه د مې په ۶مه هم یوه ورځ پرانیستل شوې وه چې ورسره د پاکستان لورته ایسار نژدې پنځه نیم زره افغانان هېواد ته ستانه شول.
- د تورخم له دروازې یوه ورځ کې ۴۶۰۰ ایسار کسان افغانستان ته واوښتل
- تورخم او سپين بولدک ټرانزیټ ته اونۍ کې ۵ ورځې پرانیستل کېږي
- تورخم او سپین بولدک لارې باري ګاډو ته پرانیستل شوې
د روانې مې میاشتې پر ۶مه هم، تورخم لار له موقتي پرانیستل کېدو سره د پاکستان لور ته ایسار ۴۶۰۰ افغانان افغانستان ته ستانه شوي وو.
هاخوا په کندهار کې د سپین بولدک کمیسار محمد شریف غرزي بي بي سي ته وویل چې دا لاره پرانیستې خو دا اټکل نشي کولی چې څومره افغانان هېواد ته راستنېږي.
ښاغلي غرزي زیاته کړه، افغانان لا هم د پاکستان سره په ستونزه کې دي:
“هغه افغانان چې پاکستان ته ځي دلته ورته پر وېزو خروجي وهو، کله چې هاخوا اوړي پاکستان ورته دخولي نه وهي او ورته وايي درې یا څلور ورځې وروسته راشئ، دا چې دلته په کندهار کې ورته وېزه ورکول کېږي، خو د دخولي اجازه نه ورکول کېږي.”
د سوداګر ستونزې
کندهاري سوداګر بیا وایي، چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د پاکستان حکومت د ټولو نړیوالو سوداګریزو قوانینو خلاف د پاکستان کراچۍ بندر کې د دوی ۱۲۰۰۰ د سوداګریزو توکو بار کانټینران درولي دي .
دغه سوداګر چې د کندهار د سوداګرۍ خونه کې سره راغونډ او د مرکزي حکومت څخه یې د ستونزې د هواري غوښتنه کوله د پاکستان دا ګام یې د پاکستان او افغانستان تر منځ د شوي (APTTA) سوداګریز تړون خلاف کار وباله .
د کندهار په سوداګرۍ خونه کې جرګه شوي سوداګر له افغان حکومت په کلک غواړي، چې له پاکستان سره دې رامنځته شوې ستونزه ژر حل کړي .
د افغانستان شاوخوا ۸۰ سلنه صادرات له پاکستان څخه دي او همدا راز د افغان سوداګرو د سوداګریزو توکو یا ټرانزیټ ۹۰ سلنه د همدې هېواد له لارې ترسره کېږي