تازه خبرونه

تول بیځایه شوی خلک او افغانانو به له ساړه ژمي وکړیږي – ملګري ملتونه

Published

on

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په خپل نوي راپور کې ویلي، چې د افغانستان، اوکراین او ټول منځني ختیځ بې ځایه شوي خلک به له سخت او ساړه ژمي سره مخ شي.

د دې ادارې په راپور کې راغلي، چې ډېری کورنۍ باید د خواړو د پېرلو او د کورونو د تودولو له ستونزو سره مخ دي او اسلامي امارت هم په په دې اړه له نړیوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه کړې او ټینګار کوي، چې نړۍ باید له بشري مسایلو سره سیاسي چلند ونکړي.

د ژمي له نږدې کېدو سره په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه اندېښنې زیاتې شوي او اړمنې کورنۍ د هغو زرګونه بېوزلو کورنیو په ګډون، چې له کاپیسا ولایت څخه کابل ته بې ځایه شوې دي.

لیلما نوې بې ځایه شوې کډواله وایي؛ کور او کوټه مو در او دروازه نلري او له خپلو کوچنیو ماشومانو سره په همدې خونه کې د ژوندانه اوږدې شپې سبا کوو.  

کارګره ماشومه ناجیه هم وایي: د ورځې ډېرې لږې پیسې تر لاسه کوم ، چې ورور او خور مې وږي پاتې نشي. همدا علت دی، چې زدکړو ته مې زړه نکیږي.

اړمن خلک نه یوازې د ډوډۍ پیدا کولو اندېښنه لري، بلکې له بې کورۍ هم کړېږي.

اړمن پادشاه  نومی وایي: د ژومي له نږدې کېدو سره وېرې اخیستي یوو او فکر کوو، چې دا ژمی به څرنګه تېروو.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ په تازه راپور کې ویل شوي، چې د افغانستان بې ځایه شوي خلک به سخت ژمی ولري.

دغه راپور زیاتوي، چې دغه کورنۍ باید د خواړو او د خپلو کورونو د تودولو تر منځ یو وټاکي.

د ماشومانو د حقونو فعاله ترانه ادیب وایي: بنستونه او خیریه موسسې باید افغانان یوازې خوشې نکړي ادو هره مرسته، چې کیږي باید ترې پوره څارنه وشي.

سږ کال د پخوا په پرتله طبیعي پېښو لکه سېلابونو او زلزلو خلک له خپلو کورونو بې ځایه کړل. دوی غوښتنه کوي، چې نړیواله ټولنه دې له بې ځایه شویو سره د مرستې لپاره اقدام وکړي، څو افغانستان د بشري ناورین نوي پړاو ته داخل نشي.

Trending

Exit mobile version