تازه خبرونه

تښتول شوی ۹ کلن بلخي ماشوم عبدالرووف لس کلن شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۹, ۱۴۰۰)

د بلخی تښتول شوي ماشوم کورنۍ د چار شنبې پر ورځ ( د وري اتلمه ) ویلي، ۹ کلن عبدالرووف یې په داسې حال کې لس کلن شو، چې تښتوونکیو په تیاره کوټه کې اچولي او د ځورونې ویډيوګانې یې خپروي.

 د ماشوم عبدالرووف کورنۍ پر حکومت نیوکه کوي، چې په تېرو شپږ میاشتو کې یې د د غه ماشوم د ژغورلو لپاره لازمې هڅې ندي کړي.

د ۱۰ کلن ماشوم عبدالرووف کورنۍ د خپل ماشوم د ژغورنې لپاره نذر نیولی او د خوشې کیدو لپاره یې دعاګانې کوي.

د عبدالرووف مور زهره وایي؛ د وري پر اتلسمه به یې هر کال د خپل زوی د زوکړې ورځ نمانځله؛ خو دا ځل له دوی سره لس کلن عبدالرووف نشته.

د عبدالرووف پلار محمد نبي ويلي، چې چارواکو یوازی  ماشوم د ژغورنې ژمنې ورسره کړي؛ خو عملي ګامونه یې ندي اخیستي.

د عبدالرووف خپل کمال ګونیش وايي، چې تښتوونکي د ماشوم د خوشې کولو په بدل کې پيسې غواړي او پرلپسې له ګواښه ډګ پیغامونه ورته لیږي.

د یادونې ده، چې امنیتي بنسټونو د عبدالرووف د تښتونې پر تور لسګونه کسان نیولي؛ خو له څه مودې راپدیخوا د نوموړي په اړه چارواکو چوپتیا غوره ګڼلې ده.

Trending

Exit mobile version