لوبی
د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډله له بنګلهدېش او عمان سره یو ورځنۍ لوبې کوي
د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې، د هېواد د ۱۹ کلنو لوبډله به د اوکټوبر له دیارلسمې څخه تر درویشتمې له بنګلهدېش سره په پېنځو لوبو کې مخامخ شي او ورپسې به د اوکټوبر پر اووهویشتمه او دېرشمه د عمان له ۱۹ کلنو لوبډلې سره دوه لوبې وکړي.
د افغانستان له ۱۹ کلنو کرکټ لوبډله راتلونکې شنبه( د تلي اتهلسمه) د بنګلهدېش او عمان له ۱۹ کلنو لوبډلو سره د ۷ پنځوسآوریزو لوبو لپاره عمان ته روانېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې، د هېواد د ۱۹ کلنو لوبډله به د اوکټوبر له دیارلسمې څخه تر درویشتمې له بنګلهدېش سره په پېنځو لوبو کې مخامخ شي او ورپسې به د اوکټوبر پر اووهویشتمه او دېرشمه د عمان له ۱۹ کلنو لوبډلې سره دوه لوبې وکړي.
دا لوبې د ۲۰۲۶ز.کال د ۱۹ کلنو آسیايي ملتونو جام سیالیو ته د افغانستان د چمتووالي د پروګرام برخه دي، چې ټاکل شوې د نومبر په لومړیو کې ترسره شي.
د لوبغاړو د غوراوي کمیټې د هېواد له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې د دغو سیالیو لپاره د ۱۵ لوبغاړو نوملړ وروستی کړی او سهیل خان لوبډلمشر ټاکل شوی دی.
د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې نوملړ:
سهیل خان( لوبډلمشر)، فرید ځدراڼ، سبحان علي، نعمان سالارزی، فیصل مبارز، طاهر سروري، عابدالله عابد، حمزه عليخېل، امیر حمزه، سمیع مبارز، محمد علي، لطفالله، عبدالله همدرد، عمران محمدي او نورعلي نیازی.
احتیاطي لوبغاړي:
هیبت خان، حکمتالله او بلال سلیمانخېل.
لوبی
راشد خان او عظمتالله عمرزي په پنځوسآوریزو لوبو کې خپل لومړي ځایونه وساتل
د پاکستان ابرار احمد د ۶۷۵ امتیازونو له لرلو سره دوهیم او د سویلي افریقا کیشو مهاراج د ۶۶۷ امتیازونو پر لرلو درېیم ځای ته پورته شوی دی.
لوبی
د افغانستان کرکټ بورډ د چټک توپاچوونکو د استعداد موندنې ملي پروګرام پیلوي
د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې، دغه پروګرام به د اوکټوبر پر څلورمه په کندوز ولایت کې پیل شي او له هغې وروسته به ارزونې په هرات، کندهار، کابل، خوست، پکتیا او کونړ کې روانې وي او د اوکټوبر پر اووهویشتمه به په ننګرهار کې پای ته ورسېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې مرکز راتلونکې میاشت د هېواد په څو ولایتونو کې د چټک توپاچوونکو د استعداد موندنې لپاره « تندر» نومی ملي پروګرام پیلوي.
د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې، دغه پروګرام به د اوکټوبر پر څلورمه په کندوز ولایت کې پیل شي او له هغې وروسته به ارزونې په هرات، کندهار، کابل، خوست، پکتیا او کونړ کې روانې وي او د اوکټوبر پر اووهویشتمه به په ننګرهار کې پای ته ورسېږي.
د دغه بورډ د څرګندونو له مخې: د ګډون شرایط دا دي، چې لوبغاړي له ۱۹ څخه تر ۲۶ کلونو عمر ولري؛ لږ تر لږه ۱۸۰ سانټيمټره لوړوالی ولري، د اعتبار وړ برښنايي تذکره ولري او توپ په ساعت کې لږ تر لږه ۱۴۰ کیلومټره چټکتیا سره وغورځولی شي.
د اعلان شوې مهالوېش له مخې؛ په کندوز کې به ارزونې د اوکټوبر پر څلورمه او پېنځمه، په هرات کې د اوکټوبر پر نهمه او لسمه، په کندهار کې د اوکټوبر پر دولسمه، په کابل کې د اوکټوبر پر څوارلسمه او پېنځلسمه، په خوست کې د اوکټوبر پر نولسمه، په پکتیا کې د اوکټوبر پر یوویشتمه او په کونړ کې د اوکټوبر پر پېنځهویشتمه ترسره شي. وروستی پړاو به هم د اوکټوبر پر اووهویشتمه په ننګرهار کې ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ له ټولو هغو لوبغاړو، چې په لوړه کچه چټک توپاچوونکي کېدی شي؛ په ټاکل شویو نېټو په خپلو اړوند ولایتونو کې د «تندر» نومي چټک توپاچوونکو د استعدادونو د موندنې په پروګرام کې ګډون وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د دغه پروګرام موخه د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه د چټک توپاچولو هیلهبښوونکو استعدادونو موندل او د هېواد د کرکټ د لوړې کچې د فعالیتونو د سیسټم له لارې د مستعدو لوبغاړو د ودې او پرمختګ لپاره د زمینې برابرول دي.
لوبی
طوفان هرات او عینو مېنه کندهار ۱-۱ مساوي شول
عنایتالله کوهي د لوبې په لومړۍ نیمایي کې طوفان هرات ته لومړی ګول وواهه؛ خو احمد بنيمقدس د لوبې په دوهدېرشمه دقیقه کې عینو مېنه کندهار ته ګول ورکړ او لوبه مساوي شوه.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د سېشنبې پر ورځ په کابل کې د نههویشتمې لوبې پر مهال طوفان هرات او عینو مېنه کندهار یو پر یو مساوي ولوبېدل.
عنایتالله کوهي د لوبې په لومړۍ نیمایي کې طوفان هرات ته لومړی ګول وواهه؛ خو احمد بنيمقدس د لوبې په دوهدېرشمه دقیقه کې عینو مېنه کندهار ته ګول ورکړ او لوبه مساوي شوه.
د لوبې په دوهیمه نیمایي کې دواړو لوبډلو د ګول وهلو څو فرصتونه درلودل؛ خو ونه توانېدل، چې له دغو فرصتونو ګټه واخلي او لوبه یو- یو پای ته ورسېده.
طوفان هرات په دې لوبه کې ۱۲ سرغړونې وکړې او یو ژېړه کارت یې واخیست. عینو مېنه کندهار بیا ۱۶ سرغړونې وکړې او دوه ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړل.
طوفان هرات به خپله راتلونکې لوبه د اوکټوبر پر لومړۍ له آرمان افسي سره وکړي او عینو مېنه کندهار به د اوکټوبر پر دوهیمه له ابومسلم فراه سره مخ شي.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانانو د پناه غوښتنې په دوسیو کې ۴۰ سلنه تېروتنې شوي – د امریکا کورني امنیت وزارت
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» اتمه غونډه د اوکټوبر پر پېنځمه جوړېږي
-
تازه خبرونه5 days agoپه هلمند کې له ځانګړي ۱۴ کلن کورني بند څخه یوه ښځه وژغورل شوه
-
تازه خبرونه5 days agoتاجکستان افغانستان ته د برښنا د صادراتو د زیاتولو ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه4 days agoپه ګرمسېر کې د هوايي برید له کبله د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي
-
نړۍ4 days agoد دوبۍ – تلابیب په الوتنه کې د الوتکې غورځولو هڅه؛ مسافرو یې مخه ونیوله
-
لوبی4 days agoراشد خان او عظمتالله عمرزي په پنځوسآوریزو لوبو کې خپل لومړي ځایونه وساتل
-
تازه خبرونه4 days agoپه بانکونو کې د خلکو سپماوې زیاتې شوې – د افغانستان بانک
