تازه خبرونه
تېره میاشت افغانستان ته د بهرنیانو په تګراتګ کې زیاتوالی لیدل کیږي
د وکړ شوې احصائې پر بنسټ د ۶۷ میرمنو په ګډون ۱۳۰۵ کسان افغانستان ته راغلي او د ۳۰ میرمنو په ګډون ۱۳۲۵ نور له دې هېواده وتلي دي.
د احصائې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې سږ کال په زمري کې ۲ زره ۳۳۷ بهرنيانو افغانستان ته تګراتګ کړی دی.
د وکړ شوې احصائې پر بنسټ د ۶۷ میرمنو په ګډون ۱۳۰۵ کسان افغانستان ته راغلي او د ۳۰ میرمنو په ګډون ۱۳۲۵ نور له دې هېواده وتلي دي.
د دغه راپور له مخې؛ ۱۲۸۳ بهرنیان له ځمکنیو لارو هېواد ته داخل شوي او یوازې ۲۲ نور یې له هوایي لارې هېواد ته راغلي دي.
ویل کیږي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو او امنیت ښهکېدو سره په ټول افغانستان کې د بهرنیو وګړو تګراګ مخ پر زیاتېدو دی.