سوداگري
تېر کال د افغانستان د سوداګرۍ کچه نږدې ۱۴ میلیارډ ډالرو ته لوړه شوه
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د ټولې سوداګرۍ ارزښت ۱۳ میلیارډ او ۹۳۲ میلیون امریکایي ډالرو ته ورسېدل، چې ۱ میلیارډ او ۸۰۷ میلیون ډالر یې صادرات او ۱۲ میلیارډ او ۱۲۵ میلیون ډالر واردات جوړوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې له ننګونو او سوداګریزو لارو د لنډمهاله تړل کېدا سره – سره په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د صادراتو او وارداتو بهیر نهیوازې زیانمن شوی ندی، بلکې د تېر کال پر پرتله زیاتوالی هم په کې راغلی دی.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د ټولې سوداګرۍ ارزښت ۱۳ میلیارډ او ۹۳۲ میلیون امریکایي ډالرو ته ورسېدل، چې ۱ میلیارډ او ۸۰۷ میلیون ډالر یې صادرات او ۱۲ میلیارډ او ۱۲۵ میلیون ډالر واردات جوړوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې؛ په همدې وخت کې د افغانستان ډېری صادراتو هندوستان، پاکستان، ازبکستان، متحده عربي اماراتو، قزاقستان، ایران، ترکیې، چین، عراق او تاجکستان ته ترسره شوي دي.
دغه راز زیاتوي؛ انځر، ممیز، هنجه او د هنجې تخم، سکاره، پنبه، زړي، پسته، بادام، زعفران، وچ زردالو، زیره، مڼه، انګور، روميان، مۍ، انرژيلرونکې څښاکونه، معدني ډبرې، غالۍ، جلغوزي او انار د افغانستان مهم صادراتي توکي دي.
دغه راز د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان مهم وارداتي هېوادونه ایران، متحده عربي امارات، پاکستان، چین، ترکمنستان، ازبکستان، روسیه، قزاقستان، مالیزیا او هندوستان دي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېر کال کې د وسایطو پرزې او ماشینآلات، ډیزل او پټرول، اوړه او غنم، برقي ماشینآلات او د هغوی پرزې، طبیعي ګاز، د پنبې منسوجات، نباتي غوړي، تور سمنټ، طبي درمل، سیله وريجې، بوره، لبنیات او هګۍ، سګرټ، د صنعتي فابریکو خام مواد، ټایر او ټیوب، او نوې جامې د افغانستان بنسټیز وارداتي توکي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت همدارنګه یادونه کړې، چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د ټولې سوداګرۍ ارزښت ۱۲ میلیارډ او ۴۲۲ میلیون ډالر و، چې له دې څخه ۱ میلیارډ او ۸۰۳ میلیون ډالر صادرات او ۱۰ میلیارډ او ۶۱۹ میلیون ډالر واردات ول.
ویل کیږي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د سوداګرۍ د حجم زیاتوالی د هېواد د سوداګریزو فعالیتونو نسبي ثبات او له سیمې او نړۍ سره د افغانستان د اقتصادي اړیکو د ساتنې او پراختیا لپاره له هڅو څرګندونه کوي.