تازه خبرونه

تېر کال د نړۍ ۲۵۸ میلیون خلکو خوراکي خوندیتوب نه‌لره ـ ملګري ملتونه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۴, ۱۴۰۲)

د ملګرو ملتونو د پروني خپوره شوي راپور له مخې؛ په ۵۸ هېوادونو کې تېر کال ۲۵۸ میلیون خلک د شخړو، اقلیمي بدلون، د کرونا وبا اغېزې او په اوکراین کې د روسیې جګړې له کبله د خوراکي توکو له نه‌خوندیتوب سره مخ ول.

ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې په یوه ګډ راپور کې څرګنده کړې، چې افغانستان د هغو اووه هېوادونو په سر کې دی، چې خلک یې له لوږې سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د راپور له مخې؛ په ۲۰۲۲ ز. کال کې د نړۍ  ۲۵۸ میلیون وګړي د اقلیمي بدلون، کرونا ویروس د پراخې اغېزې او د اوکراین جګړې د میلیونونو افغانانو په ګډون خلک د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ کړي دي.

د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې په ګډ راپور کې راغلي: په سومالیا کې ۵۷ سلنه لوږه وه. په داسې حال کې، چې دا ډول سخت شرایط په افغانستان، بورکینا فاسو، هایتي، نایجیریا، جنوبي سودان او یمن کې هم رامنځته شوي. د ملګرو ملتونو او د خواړو پروګرام د موندنو له مخې؛ په ۵۸ هېوادونو کې شاوخوا ۲۵۸ میلیون وګړي په ۲۰۲۲ کې د خورا سختې لوږې سره مخ ول. په داسې حال کې، چې په ۲۰۲۱ کې په ۵۳ هېوادونو کې دا شمېر ۱۹۳ میلیون و.

د ملګرو ملتونو د خواړو او کرنې پروګرام د خوراکي توکو د بحران په نړیوال راپور کې افغانستان د هغو اووه هېوادونو په ډله کې راغلی، چې وګړي یې له سختې بېوزلۍ او لوږې سره مخ دي.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي، چې په پرلپسې توګه د څلورم کال لپاره د هغو کسانو شمېر، چې د سختو ناامنیو له کبله د خواړو مرستو ته اړتیا لري؛ زیات شوی دی.

له بلې خوا  یو شمېر مرستندویه بنسټونه وايي، چې په افغانستان کې پوره لوږه بشري ناورین ته پکی وهي.

د ناروې د کډوالو شورا رییس جان ایګلند وایي: مونږ واقعاً په افغانستان، سودان، یمن او سومالیا کې د لوړ بشري ناورین تمه نه درلوده. سودان، چې مخکې بشري مرستو ته اړتیا لرله؛ اوس له جګړو سره په دې هېواد کې  له  ۱۵څخه تر ۱۶ میلیون پورې خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

افغانان وايي، چې په هېواد کې د لوږې او بېوزلۍ اصلي لامل بي کاري ده.

د بلخ اوسیدونکی عبدالقیوم وايي؛ که په افغانستان کې پراخیتايي پروژې پيل شي او خلک بوخت شي؛ نو کیدای شي، چې د خلکو اقتصاد پر پښو ودریږي.

یو شمېر اقتصاد پوهان وايي، چې بشري مرستې لنډ مهاله اقتصادي ستونزې له منځه وړي، خو د اوږدمهاله اقتصادي ستونزو د له منځه وړلو لپاره په هېواد کې د نړیوالې ټولنې لخوا د اقتصادي او پرمختیايي پروژو پیل ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ دا مهال په افغانستان کې ۲۸ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، چې شاوخوا اووه میلیون یې له سختې لوږې سره مخ بلل شوي دي.

Trending

Exit mobile version