تازه خبرونه
تېر کال په افغانستان کې د اوبو لګولو سلګونه ډندونه جوړ شول
د یادې مرستيالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې پروژو کې ١٣٨ د اوبو لګولو ډنډونه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، ١١٧ پروژې د اوبو او انرژۍ وزارت او ١٠٠ نورې پروژې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت لخوا پلې شوې دي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستيالۍ څرګنده کړې، چې په ١٤٠٢ لمريز لېږدیز کال کې پر ٣٥٥ د اوبو لګولو ډنډونو د جوړولو پروژې پيل شوې، چې زياتره يې بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.
د یادې مرستيالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې پروژو کې ١٣٨ د اوبو لګولو ډنډونه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، ١١٧ پروژې د اوبو او انرژۍ وزارت او ١٠٠ نورې پروژې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت لخوا پلې شوې دي.
دا پروژې د اوبو د سرچینو د مدیریت د ښهکېدا او په هېواد کې د کرنیزو تولیداتو د زیاتېدا لپاره پلان شوې دي.
دغه هڅې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره په پام کې نیول شوې دي.
د شته ننګونو له پام کې نیولو سره؛ دا پروژې کولی شي د اقتصادي ودې او د افغانانو د ژوندانه د شرایطو د ښهکېدا لپاره د هڅونې په توګه کار وکړي.
