ساینس او ​​ټیکنالوژي

تېر کال په ټوله نړۍ کې  انسان‌‌ته‌ورته ۷۰۰۰روبوټونه پلورل شوي

د رویټرز د راپور له مخې؛ دغه نسبتاً کمه شمېره په داسې حال وړاندې شوې، چې په راتلونکو کلونو کې د انسانته‌ورته روبوټونو د بازار د چټکې پراختیا اټکلونه کېږي. چین هغه هېواد دی، چې د صنعتي روبوټونو تر ټولو لوی بازار لري. چین تېره میاشت د خپلو روبوټیکو لوبو په سیالیو کې د منډې او سوک‌وهنې وړتیا لرونکي انسانته‌ورته روبوټونه نندارې ته وړاندې کړل.

Published

on

د نړیوالو روبوټیکو فډراسیون د راټولو شویو څرګندونو له مخې، تېر کال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۷۰۰۰ انسانته‌ورته روبوټونه د صنعتي او مسلکي چوپړتیاوو لپاره پلورل شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ دغه نسبتاً کمه شمېره په داسې حال وړاندې شوې، چې په راتلونکو کلونو کې د انسانته‌ورته روبوټونو د بازار د چټکې پراختیا اټکلونه کېږي. چین هغه هېواد دی، چې د صنعتي روبوټونو تر ټولو لوی بازار لري. چین تېره میاشت د خپلو روبوټیکو لوبو په سیالیو کې د منډې او سوک‌وهنې وړتیا لرونکي انسانته‌ورته روبوټونه نندارې ته وړاندې کړل.

د نړیوالو روبوټیکو فډراسیون د معیارونو له مخې؛ د انسان‌ته‌ورته روبوټ د پېژندل کېدا لپاره روبوټ باید د انسان بڼه ولري او په هغه چاپېریال کې خپلواکه فعالیت وکړي، چې د انسانانو لپاره جوړ شوی وي. د پښو لرل په کې اړین نه‌دي.

د نړیوالو روبوټیکو فډراسیون هغه څرګندونې، چې رویټرز له خپرېدا مخکې کتلي؛ د هغې ټکنالوژۍ په اړه د صنعت پر کچه له لومړنیو ارزونو څخه دي، چې میلیارډونه ډالر پانګونه یې راجلب کړې او زړهراکښونکې نندارې یې وړاندې کړې دي.

دغه راز د فرانکفورټ مېشت نړیوالو روبوټیکو فډراسیون عمومي منشي سوزانه بیلر رویټرز ته ویلي، چې انسانټه‌ورته روبوټونو شمېر اوس هم د نړۍ د ټولو روبوټونو د شمېر« یوازې یوه برخه» جوړوي.

د دغه شمېر پر پرتله په ۲۰۲۴ز.کال کې شاوخوا ۵۴۲ زره عادي صنعتي روبوټونه نصب شوي او اټکل کېږي، چې په همغه کال کې ۱۹۹ زره نور چوپړ‌روبوټونه د لېږد، مېلمه‌پالنې او پاکولو لپاره پلورل شوي وي. د ۲۰۲۵ز.کال د صنعتي او چوپړ‌روبوټونو شمېر به د سپټمبر پر څلیریشتمه خپرې شي.

بیلر زیاتوي؛ په ۲۰۲۵ز.کال کې د پلورل شویو انسانته‌ورته روبوټونو ډېری یې په تولیدي چارو کې نه‌کارېدل، بلکې څېړنیزو بنسټونو یا هغو شرکتونو پېرلي، چې د مصنوعي ځیرکتیا د ماډلونو د ښه کولو لپاره ترې د معلوماتو په راټولولو کې کار اخلي.

د نوموړې د څرګندونو له مخې: موټر جوړوونکي، چې د دغې ټکنالوژۍ له لومړنیو کاروونکو څخه دي؛ په خپلو کارخونو کې یې ازمایښتي پروژې پیل کړې دي او په هره کارخونه کې له څو څخه تر لسګونو پورې روبوټونه کاروي.

نړیوالو روبوټیکو فډراسیون له تېرو درې لسیزو راپدېخوا د روبوټیک صنعت شمېر راټولوي او د لومړي ځل لپاره یې د صنعتي او چوپړ‌روبوټونو د ډېر لوی شمېر ترڅنګ د انسانته‌ورته روبوټونو د شمېر راټولول هم پیل کړي دي.

د امریکا د بانک نړیوالې څېړنې څانګه اټکل کوي، چې سږ کال به ۹۰ زره انسانته‌ورته روبوټونه ولېږدول شي او تر ۲۰۳۰ز.کال پورې به دغه شمېر ۱.۲ میلیون ته ورسېږي.

د نړیوالو روبوټیکو فډراسیون شمېر د عرضه‌کوونکو او د هېوادونو د صنعت د ټولنو پر معلوماتو ولاړ دي. په دې شمېر کې د مصرف کوونکو او پوځي انسان‌ته‌ورته روبوټونه نه‌دي شامل او طبي روبوټونه جلا کټګوري ګڼل کېږي.

Trending

Exit mobile version