روغتيا

تېر کال کې د زیږون پرمهال شاوخوا ۶۰۰ میندې مړې شوي

Published

on

Last Updated on: وږی ۲۴, ۱۴۰۱

د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ تېر کال په ټول هېواد کې یو میلیون ماشومان زېږېدلي او ۵۸۴ میندو د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزیر قلندر مومند وايي؛ تېر کال په ټول هېواد کې یو میلیون ماشومان زږیدلي، چې اوس د تېر کال په پرتله د میندو د مړینې په کچه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

قلندر عباد وايي، چې د زېږون پر مهال د ميندو د مړينې کمول يې له لومړيتوبونو څخه دي.  

نوموړی ډاډ څرګندوي، چې د زیږون پر مهال د میندو د مړینې د راکمولو لپاره یو پرمختللی نسايي او ولادي انتسیتیوت جوړ کړي.

په کابل ښار کې د مور او ماشوم لپاره یوازې دوه دولتي ځانګړي روغتونونه شته، چې له کبله یې د پلازمېنې ډېر خلک دغو دوه روغتونونو ته ورځي.

په رابعه بلخي روغتون کې میندې له روغتیايي خدمتونو راضي ښکاري.

د رابعه بلخي روغتون ناروغه خوري ګل وايي: زه له یوه خصوصي روغتون څخه دې روغتون ته د جراحۍ لپاره رالیږل شوې یم او داکترانو هم ورسره سمه همکاري کړې ده.

یوې بلې ناروغې سرینا نومې ویلي: زما ماشوم په دې روغتون کې په نورمال ډول زیږیدلی او زه له داکترانو څخه د دوی د زیار له کبله مننه کوم.

نرسه رابعه شمس وايي، د ماشومانو د زیږون پر مهال د وینې لوړ فشار، د امیدوارۍ پر مهال ناسمه تغذیه او ناسم دودونه هغه لاملونه دي، چې د زیږون پرمهال د میندو د مړینې لامل ګرځي.

افغانستان اوس هم یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د زېږون پر مهال د میندو د مړینې کچه په کې لوړه ده او د هېواد په ټولو لرې پرتو سیمو کې د مور او ماشوم د روغتیا لپاره مناسب روغتیايي امکانات کم دي.

Trending

Exit mobile version