سیمه ییز خبرونه
جانان موسى زى: د طاهر محمد اشرفي څرګندونې مضحكې او خندونكې دي
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پاكستان د ديني عالمانو د شورا د رئيس طاهر محمد اشرفي څرګندونې مضحكې او خندونكې بللي دي. د پاكستان د ديني عالمانو د شورا رئيس افغانستان يو اشغال شوى هېواد بولي او وايې، په افغانستان كې ځانمرګي بريدونه جايز دي.
كه څه هم په دې وروستيو كې د افغانستان د سولې له پروسې سره د پاكستان د احتمالي همكاريو په تړاو هيلې زياتې شوې وي، خو د پاكستان د ديني عالمانو د شورا رئيس په افغانستان كې ځانمرګي بريدونه جايز بولي.
د پاكستان د ديني عالمانو د شورا د رئيس دې څرګندونو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت غبرګون را وپاراوه.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايې:
د طاهر محمد اشرفي څرګندونې مضحكې او خندونكې دي.
د پاكستان د عالمانو د شورا رئيس همدا راز افغانستان د سيمې يو اشغال شوى هېواد بولي او له دې هېواد څخه د امريكايي ځواكونو د وتو غوښتونكى دى.
د نوموړي دا څرګندونې هم د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت له غبرګون سره مخ شوې.
په ورته وخت كې د افغانستان د ديني عالمانو شورا هم د پاكستاني ديني عالم په دې څرګندونو غبرګون ښودلى.
دې شورا د يوې اعلاميې په خپرولو سره دا خبرې يو سياسي او استخباراتي تبليغ بللى دى.