تازه خبرونه
جاپان د هرات زلزله ځپلیو ته د ۴.۴۶ میلیون دالرو مرسته اعلان کړه
(Last Updated On: تله ۲۵, ۱۴۰۲)
د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې هېواد به یې د افغانستان په لویدیځ کې له زلزله ځپلیو سره د مرستې لپاره ۴ اعشاریه ۴۶ میلیون دالر مرسته وکړي.
د دې پیسو درې میلیون دالر به د نړیوالو بنسټونو له لارې ولګول شي او پاتې نور ۱.۴۶ میلیون دالر د جاپاني نادولتي موسسو لخوا لګول کیږي.
د جاپان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه مرستې به د خوراکي توکو او روغتیا په برخو کې وي.
د جاپان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: د جاپان حکومت به د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ وي او په افغانستان کې به د بشري وضعیت د ښه والي لپاره خپلو بشري هڅې کوي.