تازه خبرونه

جاپان په افغانستان کې د خواړو له نړیوال پروګرام سره ۵ میلیون دالر مرسته وکړه

Published

on

د ملګرو ملتونو د خواړو نړیوال پروګرام د سې شنبې پر ورځ ( د وري ۱۵ ) څرګنده کړې، چې جاپان په افغانستان کې له بشري ناورین سره د مبارزې لپاره پېنځه میلیون دالره نوره مرسته کړې ده.

دې ادارې په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې، چې دا نوې مرسته په داسې حساس وخت کې په ډاګه کیږي، چې تېره میاشت د بودجې د کمښت له کبله مو لږ تر لږه څلور میلیون خلکو ته مرستې وځنډول شوې.

د خواړو نړیوال پروګرام هغه مهال ویلي وه، چې که د اپریل تر میاشتې مرستې ونه‌شي؛ نو ۹ میلیون افغانان به له لوږې سره مخ شي.

په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا ویلي: د جاپان حکومت په تېرو کلونو کې د افغانستان له خلکو او خواړو نړیوال پروګرام سره د پرلپسې مرستو ملاتړی دی. جاپان د دوامداره پرمختګ او بشري امنیت د ترلاسه کولو لپاره د خوراکي توکو مرستې یوه اړینه لار بولي.

هغه زیاته کړې: په افغانستان کې د لوږې ناورین دروازې ټکوي او که بشري مرستې دوام ونلري؛ په سلګونه زره افغانان به د ژوندي پاتې کیدو لپاره مرستو ته اړتیا ولري.

د خواړو نړیوال پروګرام د څرګندونو له مخې؛ اوسمهال شاوخوا ۲۰ میلیون افغانان نه پوهېږي، چې د دوی راتلونکي خواړه به له کوم ځایه راځي او شپږ میلیون یې د لوږې په څنډه کې دي.

د خواړو نړیوال پروګرام ویلي؛ په اپریل میاشت کې له ۱۳ میلیون خلکو سره د مرستې لپاره ۹۳ میلیون دالر او د راتلونکیو شپږ میاشتو لپاره ۸۰۰ میلیون دالرو ته اړتیا لري.

په تېرو پېنځه کلونو کې جاپان د افغانستان د خواړو نړیوال پروګرام سره ټولې بشردوستانه مرستې ۹۶.۵۷ میلیون دالرو ته رسیږي. د روان کال په لومړیو کې توکیو په افغانستان کې له دې پروګرام سره ۱۲،۴ میلیون دالر مرسته کړې ده.

Trending

Exit mobile version