لوبی

جاپان په نړیوال جام کې له جرمني څخه لوبه پر ۲ ګولونو وګټله

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۳, ۱۴۰۱)

جاپان د چارشنبې پر ورځ د قطر فوتبال نړیوال جام په سیالیو کې جرمني‌ ته ۲-۱ ماتې ورکړه.

د جاپان او جرمني تر منځ دا لوبه د قطر د خلیفه په لوبغالي کې ترسره شوې ده.

د دې لوبې په ۳۳ دقیقه کې د جرمني ملي لوبډلې لوبغاړي ګوندوګان د پینالتي پر مټ یو ګول تر سره کړ.

په دوه یمه نیمایي کې جاپان ښه ګول ورکولو ته خپله لیوالتیا په ډاګه کړه؛ دوان په ۷۵ دقیقه کې او اسانو په ۸۳ دقیقه کې ګولونه ووهل او لوبه یې د جاپان پر ګټه ترسره کړه.

داسې فکر کېده، چې جرمني له جاپان غښتلې ده او له نړیوالې اتلولۍ هم برخمن پاتې شوی؛ له جاپان سره یې د ګول وهلو څو فرصتونه هم ضایع کړي دي.

تېره ورځ هم یوه ورته زړه راکښونکې لوبه وشوه او سعودي عربستان د ارجنتاین لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د یادونې ده، چې جاپان به د یکشنبې پر ورځ له کوستاریکا سره لوبه وکړي او جرمني به له اسپانیا سره مخ شي. په داسې حال کې، چې اسپانیا د E ګروپ په یوه بله لوبه کې کوستاریکا ته ۷-۰ ماته ورکړې ده.

Trending

Exit mobile version