بی بی سی پښتو
جاپان کې د خطر زنګ؛ ولې د ښځو ځانوژنه په ډېرېدو ده؟
جاپان د نړۍ تر بر هر هېواد او سیمې خپله خاوره کې د ځانوژنو دقیقې او چټکې شمېرې خپروي. په دې هېواد کې د ځانوژنې اړوندې شمېرې د نړۍ د نورو هېوادونو برعکس د هرې میاشتې پای کې خپرېږي.
خو د کورونا وېروس وبا پرمهال په جاپان کې د ځانوژنې پېښې ډېر اندېښمنوونکې وې.
په ۲۰۰۲ کې، په وروستیو ۱۱ کلونو کې لومړی ځل و چې جاپان کې د ځانوژنې پېښې لوړې شوې دي. خو د پام وړ ټکی دا دی چې د سړیو ځانوژنې شمېرو کې په لږ کمښت راتلو سره، په ښځو کې د ځانوژنې پېښې په سلو کې ۱۴ ډېرې شوې دي.
- پسرلي کې ولې ځانوژنه ډېرېږي؟
- که څوک پر ځان وژلو فکر کوي؛ څنګه یې ژوند ته وهڅوو؟
- نشې او ځانوژنې د امریکایانو د عمر اوسط کم کړی
په دې هېواد کې د ښځو د ځانوژنې پېښې د ۲۰۲۰ تر اکتوبر میاشتې د وړم کال د همدې مودې پرتله تر ۷۰ سلنې لوړې شوې دي.
ویل شوي چې تر سړو ښځې ډېرې د کورونا وبا له کبله زیانمنې شوې دي. خو اصل کیسه څه ده؟
خبرداری: ښايي د ځینو لپاره ددې رپوټ منځپانګه ځوروونکې وي
له یوې ځوانې ښځې سره مخامخ کتنه چې څو ځله یې د ځانوژنې هڅه کړې ده؛ چندان ښه تجربه نه ده. دا کار ددې. لامل شو چې د ځانوژونکو د مخنیوي لپاره د فعالانو ډېر درناوی وشي.
د یوکوهاما ښار د رد لایت سیمې یوه روغتون کې وم، دا روغتون د “بانډ پراجکټ” خیریه بنسټ له خوا چې د ځانوژنې د مخنیوي برخه کې فعالیت کوي، اداره کېږي.
که د ځانوژنې فکر درځي:
په ایران کې له ۱۲۳ شمېرې یا د مشورې له ۱۴۸۰ شمېرې سره اړیکه ونیسئ
افغانستان کې ۱۱۹
امریکا او کاناډا کې ۹۱۱
بریتانیا کې سماریټن خیریه ۱۱۶۱۲۳
د مېز بلې غاړې ته ۱۹ کلنه ښځه له لنډو وېښتانو سره بې حرکته ناسته وه.
خپله کیسه یې پیل کړه. وايي داستان یې له ۱۵ کلنۍ پیل شو. هغه وخت یې مشر ورور ځوروله چې په پای کې له کوره وتښتېده. خو په دې کار یې هم له ځور او رنځ ځان خلاص نه کړای شو.
هغې له دې ټولو ستونزو د خلاصون لار په ځانوژنه کې موندلې وه.
دا وايي: “له تېر کال راهیسې په دې روغتون کې څو ځله بستري شوې یم. څو ځله مې د ځانوژنې هڅې کړې دي، خو بریالۍ نه شوم. نور فکر کوم چې د خپل ژوند پای ته رسولو هڅه مې پرېښې ده”.
خو د بانډ پراجکټ مؤسسې همکارۍ هغه له ځانوژنې راوګرځوله. دوی هغې ته یو خوندي ځای چمتو کړ او د مشورې ډېرې اسانتیاوې یې ورته برابرې کړې دي.
تاچیبانا د بانډ پراجکټ خیریه ټولنې بنسټګره او ډېره مثبت اندې ښځه ده، چې اوس د ژوند څلورمې لسیزې ته ورګډېږي.
دا وايي: “کله چې نجونې له جدي ستونزو سره مخامېږي او کړېږي، سمې نه پوهېږي چې څه وکړي. موږ دلته ددې لپاره یو چې خبرې یې واورو او دوی ته ووایو چې موږ ورسره یو.”
اغلې تاچیبانا وايي ظاهراً کوویډ-۱۹ ناروغي ددې لامل شوې چې خلک ځانوژنې ته مخه کړي. دا وايي په وروستیو څو میاشتو کې یې مؤسسې ډېرې زړه بوږنوونکې ټیلیفوني اړیکې ترلاسه کړې دي.
لکه: ” ‘غواړم ومرم’ او ‘هېڅ ځای نشته چې ورشم’. دا هغه خبرې دي چې ډېرې یې اورو. دوی وايي ‘ډېره دردوونکې ده، دومره د یوازېتوب احساس کوم چې غواړم ورک/ورکه شم’ ”.
خو د کورونا وبا د هغو کسانو لپاره وضعیت لا ډېر خراب کړی، چې له جنسي او جسمي ځورونو کړېږي.
اغلې تاچیبانا وايي: ”څو ورځې مخکې مې له یوې نجلۍ سره خبرې کولې، ویل یې پلار یې پر هغې جنسي تېری کړی. خو اوس یې پلار د کورونا وبا له کبله ډېر کار نه شي کولی او ډېر وخت په کور کې وي. له همدې کبله هغه اوس له خپل پلاره د تېښتې لار نه لري”.
یوه ‘ډېره نامعموله’ بېلګه
په مخکېنیو ناورینونو کې، لکه د ۲۰۰۸ کال بانکي کړکېچ او د ونډو د بازار لوېدو او د استوګنځیو د قېمته کېدو پرمهال، تر ډېره د جاپان د پاخه عمر سړیو ته ډېر زیان ورسېد. په دې موده کې د سړو د ځانوژنې پېښې په ډېرېدو شوې.
خو کوویډ-۱۹ بېل ډول دی او ډېری ځوانان، په تېره ځوانې ښځې ډېرې اغېزمنې شوې دي. دا مسله د پېچلتیا دلایل هم لري.
جاپان په تېر کې د مخ پر وده هېوادونو نوملړ کې د ځانوژنې لوړه شمېره لرله. خو په څو وروستیو لسیزو کې وتوانېد چې دا شمېره یو پر درې راټیټه کړي.
د پوهنتون استاده او د ځانوژنې برخه کې یوه وتلې کارپوهه میچیکو اویدا وايي، په څو وروستیو میاشتو کې د ځانوژنې د بهیر معکوسې شمېرې زړه بوږنوونکې دي.
دا وايي: ”اوس په ښځو کې د ځانوژنې نمونه ډېره زیاته غیرعادي ده. زه د خپل مسلکي کار برخه کې د یوې کارپوهې په توګه د شمېرو د دومره لوړوالي شاهده نه وم. خبره دا ده چې د کورونا وېروس وبا تر ډېره هغه صنعت ته زیان رسولی چې ډېری کارمنانې یې ښځې وې، لکه ګرځندوی، خوراکي صنایع او پلورنځي”.
پېژندل شوې څېرې
مای سوګانوما د انې پي او مؤسسې یوه ډاکټره ده. وايي کله چې پېغلوټه وه، پلار یې ځانوژنه وکړه. هغه اوس د هغو کورنیو لاسنیوی کوي چې غړو یې ځانوژنې کړې دي.
اغلې سوګانوما وايي: ”کورونا وبا د ځانوژنې د قربانیانو د کورنیو ژوند لا تریخ کړی دی، ځکه چې د خپلو غړو د ځانوژنې مخنیوي کې ځانونه پړه او ناتوانه ګڼي. زه هم ددې لپاره چې د خپل پلار مړینه مې توجیه کړم، ځان ملامتوم”.