بی بی سی پښتو
جلال اباد کې ۳ واکسیناتورې ووژل شوې
د افغانستان ختیځ ته له ننګرهار رپوټونه وايي، چې دغه ولایت کې د سې شنبې په ورځ درې واکسیناتورې وژل شوې دي.
د ننګرهار رسنیو مرکز بي بي سي ته د دې روغتیاپالو وژنه تایید کړه.
د دغه ولایت حوزوي روغتون کې روغتیایي سرچینې وايي، روغتون ته د ښځو درې مړي ور وړل شوي چې په ډزو وژل شوې دي.
ویل کېږي دا درې روغتیاپالې په دوو جلا پېښو کې وژل شوې دي.
دواړه پېښې له غرمې وړاندې همهاله د ښار په څلورمه ناحیه مجبور اباد او اوومه ناحيه غوچکو سيمه کې شوې دي.
یوې باوري سرچینې بي بي سي ته دا هم ویلي جلال اباد ښار کې د کتلوي معافیت ساحوي دفتر سره نږدې چاودنه شوې، چې مرګ ژوبله نه لري، خو دفتر یې زیانمن کړی دی.
ننګرهار کې دې وروستیو میاشتو کې پر ښځینه کارمنو بریدونه ډېر شوي دي.
د روانې مارچ میاشتې لومړیو کې هم جلال اباد ښار کې د یوه خصوصي تلوېزون درې کارمنې ووژل شوې.
د واکسین لړۍ
جلال اباد کې د دې روغتیاپالو وژل په داسې مهال دي چې افغانستان کې د ګوزڼ ضد پنځه ورځنی واکسین پرون پیل شوی دی.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، دا کمپاین به د یونیسف او روغتیا نړيوال سازمان په همکارۍ په ټول هېواد کې تر جمعې روان وي.
“نیم میلیون هلمندي ماشومان د پولیو له ګواښ سره مخ دي”
افغانستان کې د ګوزڼ دوې تازه پېښې ثبت شوې دي
ټاکلې ده، په دې کمپاین کې له ۵ کلونو کم عمره ۹.۶ ميلیونه ماشومان واکسین شي.
پروسږکال په افغانستان کې د ګوزن ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، چې لویه برخه یې په سویلي ولایتونو کې وه.
خو سږ کال تراوسه د ماشومانو د فلج یوه پېښه د غزني په اندړ ولسوالۍ کې درج شوې ده.