Connect with us

تازه خبرونه

جمعه‌خان فاتح له نظامه نه لرې شوی او نه به لرې شي

فطرت زیاته کړې، چې جمعه‌خان فاتح د کورنیو ستونزو له کبله ونه توانېد، چې د زابل د والي د مرستیالۍ دنده ترسره کړي؛ خو ځینو رسنیو دا موضوع داسې انځور کړې، چې ګواکې د هغه او نظام ترمنځ اختلاف رامنځته شوی دی.

خپور شوی

د

 

د اسلامي امارت د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت وايي، چې جمعه‌خان فاتح له اسلامي امارت څخه نه لرې شوی او نه به لرې شي. نوموړي د هغه او د حکومت د مشرتابه ترمنځ د اختلاف راپورونه «رسنیزې تبلیغات» وبلل.

فطرت زیاته کړې، چې جمعه‌خان فاتح د کورنیو ستونزو له کبله ونه توانېد، چې د زابل د والي د مرستیالۍ دنده ترسره کړي؛ خو ځینو رسنیو دا موضوع داسې انځور کړې، چې ګواکې د هغه او نظام ترمنځ اختلاف رامنځته شوی دی.

لوی درستیز ټینګار کړی، چې دا ادعاوې حقیقت نه‌لري او موضوع یوازې د نوموړي له شخصي او کورنیو ستونزو سره تړاو لري.

هغه همداراز د جمعه‌خان فاتح د نیولو لپاره د ځواکونو د لېږلو راپورونه هم «دروغ او له حقیقته لرې» وبلل.

تازه خبرونه

په افغانستان اتلانو لیګ کې د بهرنیو لوبغاړو شتون ښه پرمختګ دی – انس حقاني

 هغه زیاته کړې:« فوټبال او والیبال مې د خوښې لوبې دي. لوبه هغه وخت ګټل کیږي، چې لوبغاړي پر لوړه روحیه د لوبو ډګر ته ډاډمن ودانګي او ملت ته د بریا راوړلو په فکر کې وي.»

Published

on

 

د اسلامي امارت لوړپوړي غړي انس حقاني تېره ورځ د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې له نږدې څخه د لوبې د نندارې پر مهال د آریانا سپورټ د خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي:« انسان سپورټ او تفریح ته اړتیا لري.»

 هغه زیاته کړې:« فوټبال او والیبال مې د خوښې لوبې دي. لوبه هغه وخت ګټل کیږي، چې لوبغاړي پر لوړه روحیه د لوبو ډګر ته ډاډمن ودانګي او ملت ته د بریا راوړلو په فکر کې وي.»

نوموړي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې ویلي، چې افغانستان په بېلابېلو برخو کې د پرمختګ وړتیا لري او دا ځل به د پخواني شوروي اتحاد او امریکا د حضور ورو ته له ورته ستونزو سره مخ نه‌شي.

هغه ویلي:« افغانستان وړتیا لري، چې په هره برخه کې پرمختګ وکړي او په هر ډګر کې له نورو ملتونو سره سیالي وکړي.»

حقاني زیاته کړې، د ماشومتوب پر مهال جګړې، کډوالۍ او د امکاناتو نشتوالی د دې لامل شوی و، چې دی او د ده د هم‌عمره کسانو نسل له هغو فرصتونو بې‌برخې پاتې شي، چې د نن ورځې ځوانان یې په واک کې لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په پنجشېر کې د ۴۰ میلیون افغانیو پر لګښت د ۴۵ کیلومټره عمومي سړک د بیارغونې چارې پیل شوې

د ځايي مسوولانو د څرګندونو له مخې، دغه سړک په تېرو وختونو کې د ټیټ کیفیت او د طبیعي پېښو له کبله زیانمن شوی او بنسټیزې بیارغونې ته اړتیا لري.

Published

on

 

د ټولګټو چارو وزارت ويلي، چې له یوه خصوصي سکټور سره یې په پنجشېر کې د ۴۰ میلیون افغانیو پر بودجه د ۴۵ کیلومټره عمومي سړک د بیارغونې لاسلیک کړی، چې چارې یې د شتل ولسوالۍ له دالان‌سنګ سیمې پیل او د بازارک د بهارک تر دوه‌لارې پورې غځېږي.

د ځايي مسوولانو د څرګندونو له مخې، دغه سړک په تېرو وختونو کې د ټیټ کیفیت او د طبیعي پېښو له کبله زیانمن شوی او بنسټیزې بیارغونې ته اړتیا لري.

دا پروژه د سړک د خرابو برخو رغونه او د درزونو ډکول، د ګابیوني دیوالونو جوړول، د سړک د غاړو پاکول، د پلګوټو جوړول او د ویالو او اوبو د تېرېدا د لارو جوړول رانغاړي.

د دې پروژې بودجه د ټولګټو چارو وزارت له‌خوا ځانګړې شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره به د ښځو او نجونو د زده‌کړو او کار په اړه خبرې روانې وي

هغه په بغداد کې د اسلامي همکاریو ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو شورا غونډې ته ویلي، چې دغه ټولنه له زده‌کړو ملاتړ کوي او د افغانستان د خلکو د بشري او اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره هڅې کوي.

Published

on

 

د اسلامي همکاریو ټولنې سرمنشي اسماعیل ولد الشیخ احمد وايي، چې دا ټولنه د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ له اسلامي امارت سره د ښځو او نجونو د زده‌کړو او کار په اړه خبرې روانې ساتي.

هغه په بغداد کې د اسلامي همکاریو ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو شورا غونډې ته ویلي، چې دغه ټولنه له زده‌کړو ملاتړ کوي او د افغانستان د خلکو د بشري او اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره هڅې کوي.

په همدې حال کې، د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د افغانستان، سوډان او سومالیا وضعیت ننګونکی بللی او ویلي یې دي، چې د دغو هېوادونو موضوعات باید د غونډې د اجنډا په سر کې وي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!