Connect with us

سیمه ییز خبرونه

جنرال جان الن خپله څوكۍ جنرال جوزف دانفورد ته وسپارله

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په افغانستان كې د ناټو جگپوړي قوماندانان وايې، دوی د وېره اچوونكو پر وړاندې برياليتوب ته نږدې شوي دي. د نړيوالو ځواكونو پخواني قوماندان جنرال جان الن په كابل كې خپل نوي سيال ته د مسئوليتونو د سپارلو پر مهال وويل، اوس افغان ځواكونو د دې وړتيا پیدا كړې، چې له اورپكو سره جگړه وكړي.

جنرال جان الن په افغانستان كې له نولسو مياشتو را هيسې د نړيوالو ځواكونو د قوماندان  په توگه خپله څوكۍ جنرال جوزف دانفورد ته وسپارله.

څلور ستوريز جنرال جوزف دانفورد په افغانستان كې د ناټو ځواكونو وروستى قوماندان دى.

افغان ځواكونو ته په ټول هيواد كې د امنيتي چارو ليږد او د بهرنيو ځواكونو له وتو څخه څارنه به د دغه نوي قوماندان عمده او ستر مسئوليتونه وي.

په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو پخوانى قوماندان جنرال جان الن د اورپكو پر وړاندې د مبارزې څرنگوالى له هيلو ډك بولي او وايې:

اوس افغان ځواكونو دا وړتيا موندلې، چې له وېره اچونكو سره مقابله وكړي او د مسئوليتونو د ليږد پروسه هم په ښه توگه روانه ده.

همدارنگه نوموړی زیاتوي فكر كوم اوږده لار مو وهلې ده، څو هغو شرايطو ته ورسيږو، چې ترهگرۍ ضد د عملياتو بريا او په افغانستان كې د ښې حكومت دارۍ او اقتصادي ودې ته لاره هواروي.

له ۲۰۱۴ كال وروسته په افغانستان كې د امريكايي سرتيرو پاتې كیدل بل مورد وو، چې د امريكايي جنرال له خوا ورته اشاره وشوه.

د امريكا د لوی درستيزانو د كميټې مشر جنرال مارتين ډيمپسي وويل:

ډاډ من دى، چې امريكايي ځواكونه له ۲۰۱۴ كال وروسته د خپل درې پړاويز ماموريت د بشپړولو لپاره په افغانستان كې پاتې كيږي.

نوموړی همدارنگه زیاته کړه، چې د مسئوليتونو د لیږد پروسه دوام لري، درې مورده په خپل ماموريت كې په پام كې لرو. لومړى د ليزبون د تړون د هوكړو عملي كول د شيكاگو د ناستې په تړاو. په دويم قدم كې  له افغانستان څخه د امريكايي ځواكونو وتل د هغوی له تجهيزاتو سره او له ۲۰۱۴ كال وروسته له افغان ځواكونو څخه ملاتړ زمونږ نور پروگرامونه دي. اوس امريكايي، ناټو او افغان ځواكونه خپلې گډې ژمنې په افغانستان كې تعقيبوي.

له همدې سره د افغانستان د دفاع وزير بسم الله محمدي له ۲۰۱۴ كال وروسته د ټول افغانستان د امنيت د ټينگولو لپاره د افغان امنيتي ځواكونو له چمتوالي ډاډ وركړ.

دغه لوړ پوړي افغان چارواكي يو ځل بيا له پاكستان څخه وغوښتل، چې له ترهگرۍ سره د مبارزې په برخه كې ريښتني گامونه پورته كړي.

په افغانستان كې د اېساف او ناټو ځواكونو نوى قوماندان جنرال جوزف ډانفورډ په افغانستان كې په داسې حال كې خپل ماموريت پيلوي، چې په دغه هيواد كې د بهرنیو ځواكونو د یوولسو كالونو حضور وروسته هم نا امنۍ په خپل ځاى پاته ده  او ويل كيږي، چې د دغو نا امنيو ځاله جوړونكى پاكستان دى.

Advertisement

سیمه ییز خبرونه

په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۲, ۱۴۰۳)

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ که د اوبند او یرغمل خوشې کولو هوکړه وشی او که نه، اسرائیل به د غزې په جنوبي ښار رفح کې د حماس پر ضد خپل عملیات ترسره کوي.

نتانیاهو د خپل دفتر په خبرپاڼه کې څرګنده کړې: دا نظر، چې مونږ به د ټولو اهدافو ترلاسه کولو مخکې جګړه دروو؛ پر بحث او خبرو نه ارزي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د یکشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر د مسافرینو د نوي ترمینل جوړولو لپاره ۱۲۸ میلیارډ درهم (  ۳۴ اعشاریه ۸۵ میلیارډ ډالر) تصویب شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر په نړۍ کې ترټولو لوی دی، چې د ۲۶۰ میلیون مسافرینو وړتیا لري او له دوبۍ نړیوال هوایي ډګر څخه به پېنځه چنده لوی وي.

دغه راز څرګنده شوې، چې په راتلونکیو کلونو کې به د دوبۍ هوایي ډګر ټول عملیات آل مکتوم ته ولیږدول شي.

د آل مکتوم هوايي ډګر به د ټرمینل ۴۰۰ دروازې او پېنځه ځغاست‌لیکې هم ولري.

د دوبۍ د اماراتو دولتي هوايي شرکت رییس شیخ احمد بن سعید آل مکتوم ویلي: دا هوايي ډګر به د اماراتو او د هغه د خور د لږ لګښت لرونکي هوايي شرکت فلای دوبۍ نوی کور وي او د ټولو هوايي شرکتونو له شریکانو سره، چې نړۍ له دوبۍ سره نښلوي؛ مل پاتې شي.

د دوبۍ د میډیا دفتر او د دوبۍ د هوایي ډګرونو اجرائیوي رییس پاول ګریفیټس څرګنده کړې؛ دا هڅه په نړۍ کې د هوایي چلند د مخکښ مرکز په توګه د دوبۍ موقعیت نور هم پیاوړی کوي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په عراق کې به همجنس‌بازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

د عراق پارلمان د شنبې پر ورځ د دیني ارزښتونو د ساتلو لپاره یو داسې قانون تصویب کړ، چې د همجنسبازانو اړیکې په کې جرم یاد شوی، چې سرغړوونکیي به یې پر ۱۵ کلونو بند محکوم شي.

رویټرز خبري آژانس د دې قانون د یوې کاپي له مخې راپور ورکړی، چې د دې قانون موخه د همجنس‌‌پالنې د اخلاقي ضعف پر وړاندې د عراقي ټولنې ژغورنه ده.

له دې پرېکړې څخه په ټولیزه توګه شیعه مسلمانو ګوندونو ملاتړ کړی، چې د عراق په پارلمان کې ترټولو لوی ائتلاف دی.

له زنا او همجنس‌بازۍ سره د مبارزې قانون همجنس‌بازي جرم اعهلانوي او ورته له ۱۰ کلونو څخه تر ۱۵ کلونو پورې د بند موده ټاکل شوې ده؛ خو د هغو لپاره، چې همجنس‌بازي یا فحشا ته وده ورکوي پر لږ تر لږه اووه کاله بند به محکومیږي.

دغه راز هغو کسانو ته، چې خپل بیولوژیکي جنسیت بدلوي یا قصداً ښځینه جامې اغوندي له یو څخه تر درې کلونو بند په نظر کې نیول شوی دی.

په پیل کې د همجنس‌بازانو لپاره د مرګ سزا د پام وړ وه؛ خو د امریکا او اروپايي هېوادونو له سخت مخالفت وروسته ورته د بند سزا په پام کې ونیول شوه.

په عراق کې تر شنبه ورځې پورې په ښکاره ډول همجنس‌بازي جرم نه‌و. که څه هم د جزا په کوډ کې نرم تعریف شوي قوانین د جنسي اړیکو د جزا لپاره کارېدل؛ خو د ټولنې غړي به د وسله‌والو ډلو او اشخاصو لخوا وژل کېدل.

رویټرز د بشري حقونو په څار ټولنه کې د همجنس‌بازانو د پروګرام د مدیر مرستیال راشا یونس د څرګندونو له مخې څرګنده کړې: د عراق د پارلمان لخوا د همجنس‌بازانو ضد قانون تصويب د عراق د همجنس‌بازانو له حقونو سرغړونه او پر بشري حقونو یو جدي ګوزار دی.

عراقي چارواکي، چې د بشري حقونو څارنه کوي؛ تر دې دمه په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

د یو لړ څرګندونو له مخې؛ له ۶۰ څخه په ډېرو هېوادونو کې د همجنس‌پالانو جنسي اړیکې جرم ګڼل کیږي. په داسې حال کې، چې د همجنس‌بازانو جنسي اړیکې په ۱۳۰ هېوادونو کې قانوني دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!