سیمه ییز خبرونه

جنرال کيم دهوايي گزمو په مرسته دپولو په ساتنه کې مرسته کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

دکونړ والي وايي چي:

په لومړي ځل د پاکستاني د بريدونو په غبرگون ورسره يولوړپوړې امريکايي قومندان دپولې په ساتنه کې دمرستې خبره کوي .داڅرگندونې په داسې مهال کيږي چې دکونړ چارواکي په سرحدي سيمو کې دپاکستاني ځواکونو دنويو پوستو په جوړولو اندېښمن دي.

په ختيځ کې دمېشتو بهرنيو ځواکونو قومندان جنرال کيم کونړ ته دخپل سفر پرمهال دکونړ والي اوامنيتي چارواکو سره په خبرو کې په دې ټينگار وکړ چې دکونړ په سرحدي سيمو کې به دهوايي گزموله لارې دپولې په ساتنه کې له افغان ځواکونو سره مرسته کوي اوټينگار کوي چې دپولې په څنډو کې دپاکستاني ځواکونو دنويو پوستو اوخوځښتونو په اړه دکونړ دخلکواوچارواکو انديښنوپه راکمولو کې به پوره هڅه کوي.

کيم داخبره په داسې حال کې کوي چې په تېرو څلورومېاشتو کې دپاکستان له سرحدي سيمو دافغانستان په خاوره له زرو زيات توغندي ويشتل شوي چې له امله يې خلکو ته درانه مالي اوځاني زيانونه اوښتي خوپه اړه يې افغان لوري کوم غبرگون نه دى ښودلى .

دکونړ والي سيدفضل الله وحيدي زياتوي دالومړى ځل دى چې دکونړ په سرحدي سيمو دپاکستاني ځواکونو دتوغنديزو بريدونو په غبرگون ورسره يو لوړپوړى امريکايي قومندان دپولې په ساتنه کې دمرستې خبره کوي خو نوموړى وايي داړتياپه صورت کې افغان ځواکونه او ولسي خلک ددې توان لري چې دجگړې په لومړى کرښه کې خپل دښمن ته ماتې ورکړي خو ټينگار کوي چې راولاړه شوې ستونزه بايد دخبرو له لارې هواره شي .

دافغان اوبهرنيوچارواکو لخوا داڅرگندونې په داسې مهال کيږي چې په ډيورنډ کرښه دپاکستاني ځواکونو نويو پوستو او خوځښتونو دسيمې خلک انديښمن کړي اوپه ويره کې دي چې يووار بيابه پاکستاني ځواکونه ددوي سيمې تربريد لاندې راولي .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version