تازه خبرونه

جنرال دوستم د شوې هوکړې له مخې یکشنبه کابل ته راځي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د حزب جنبش سرچینې وایي؛ جنرال دوستم له حکومت سره د شوې هوکړې له مخې یکشنبه کابل ته راځي او د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه به خپل کار پیلوي؛ خو د احمد ایشچي د ادعاوو له مخې: د نوموړي دوسیه پای ته نه ده رسیدلې او قضایي بنسټونه به یې بشپړوي.  

ولسمشرۍ څرګنده کړې، چې هېواد ته له راستنیدو سره سم به د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه کار ته دوام ورکوي؛ خو د احمد ایشچي د شوې ادعا له مخې، ورته جوړه دوسیه اوس هم نه ده بشپړه شوې.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وایي، چې عدلي او قضایي بنسټونه به د هېواد د جاري قوانینو له مخې د نوموړي پر حقوقي قضیې کار کوي.

هغه زیاته کړې، چې نظام الدین قیصاري لا بندي دی او قضیه یې د قانون له مخې څېړل کیږي.

د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي وایي؛ حکومت واک نلري، چې په دوسیه کې یې معامله وکړي. 

د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي وایي؛ دوستم که هېواد ته راځي او یا نه راځي پروا نکوي، خو دوسیه یې روانه ده او  څوک په کې د معاملې حق نه لري.

نوموړی زیاتوي؛ که قضیې ته مې لاسرسی ونشي، نړیوالې محکمې ته به یې وړاندې کړم.    

د جنبش ګوند مرستیال وایي، د دوستم د هرکلي لپاره چمتوالی نیول شوی او د کابینې غړي یې هم هرکلي ته ورځي.

د جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلق زیاتوي، چې: د خلکو او سترو شخصیتونو له تشریفاتو وروسته به له خلکو سره هم خبرې وکړي.            

جنرال دوستم تېر کال د احمد ایشچي د ادعاوو له مخې؛ اړ شو، چې ترکیې ته ولاړ شي او  هېواد ته د بېرته را ستنیدو لپاره نوموړي څو ځله هڅې وکړې، خو دې هڅو پایله ورنکړه. په ترکیه کې د اوسیدو پر مهال نوموړي له عطا محمد نور او محمد محقق سره د افغانستان ژغورنې شورا جوړه کړه، چې تر دې دمه یې په هېواد کې د موجودیت اعلان نه دی کړی.

خبریاله: دیانا صمدي

Trending

Exit mobile version