ساینس او ټیکنالوژي
جنوبي کوریا او امریکا د شمالي کوریا د توغندیو په غبرګون کې اته توغندي وتوغول
سویلي کوریا او امریکا ویلي، چې دوی د شمالي کوریا لخوا د یکشنبې پر ورځ د لنډ واټن ویشتونکيو بالستیک توغندیو په غبرګون کې د دوشنبې پر سهار له ختیځ ساحله اته له ځمکې څخه ځمکې ته ویشتونکي توغندي وتوغول.
د سویلي کوریا یونهاپ خبري آژانس د جنوبي کوریا د پوځ له قوله ویلي، چې دا عمل د شمالي کوریا د توغندیو د توغولو په غبرګون کې د جنوبي کوریا د رسا برید وړتیا او چمتووالي ښیي.
د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یول، چې یوه میاشت مخکې یې ژمنه کړې وه، چې د شمالي کوریا پر وړاندې به سخت دریځ غوره کړي. تېره میاشت یې په سیول کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره هوکړه وکړه، چې ګډه پوځي روزنه به یې ګډ دفاعي دریځ غښتلی کړي.
شمالي کوریا په روان کال کې د توغندیو د توغولو لړۍ پیل کړې ده.
د یون د څرګندونو له مخې؛ دوی د توغندیو او اټومي وسلو د داسې کچې پروګرامونه ته رسېدلي، چې د سیمې او نړۍ سولې ته ګواښ پېښولی شي.
یون د سویلي کوریا د یاد ورځې په مراسمو کې ویلي، چې سویل د بنسټیزو او عملي امنیتي ظرفیتونو رامنځته کول روان ساتي او د شمالي کوریا د اټومي او توغندیزو ګواښونو مخه به ونیسي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ سویلي کوریا او امریکا د دوشنبې پر ورځ د سهار پر ۴:۴۵ په شاوخوا ۱۰ دقیقو کې له ځمکې څخه ځمکې ته ۸ توغندي وتوغول.
د امریکا د هند- پاسیفیک قومندانۍ ویلي، چې له دې روزنیز ډګره د امریکا د پوځ یو او د جنوبي کوریا ۷ توغندي توغول شوي دي.
د شمالي کوریا د لنډ واټن بالستیک توغندي، د یکشنبې پر ورځ د خپل ختیځ ساحل څخه د بحر پر لوري توغول شوي.
جاپان او امریکا هم د یکشنبې پر ورځ د شمالي کوریا د توغندیو د وروستیو آزموینو په غبرګون کې ګډ پوځي تمرینات ترسره کړي دي.
په سیول کې د ایوا په پوهنتون کې د نړیوالو مطالعاتو پروفیسور لیف ایرک ایزلي ویلي، چې د سویلي کوریا اوسنی توغندیز ګواښ د شمالي کوریا د مخ پر پراخیدونکي ګواښ پروړاندې بسنه نکوي.
د واشنګټن او سیول چارواکو هم په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی چې شمالي کوریا له ۲۰۱۷ کال وروسته د لومړي ځل لپاره د اټومي وسلو آزموینو ته چمتووالی ښودلی.
تېره میاشت، شمالي کوریا آسیا ته د بایډن له سفر وروسته درې توغندي وتوغول، چې دا کړنه د امریکا او جنوبي کوریا له روان غبرګون سره مخ شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت امریکا پر شمالي کوریا د بالستیک توغندیو د آزموینو له کبله د ملګرو ملتونو د نورو بندیزونو غوښتنه وکړه؛ خو چین او روسیې دا وړاندیز ویټو کړ او د ملګرو ملتونو امنیت شورا یې د لومړي ځل لپاره ووېشله.