تازه خبرونه

جنوبي کوریا په افغانستان کې له اړمنو کورنیو سره ۵ میلیون ډالر مرسته وکړه

دا مرسته به د  نړیوال پروګرام ته دا وس ورکړي، چې زیانمنونکیو کورنیو ته بېړنۍ خوراکي مرستې چمتو کړي؛ د میندو له تغذیې ملاتړ وکړي، په ښوونځیو کې ماشومانو ته ورځني اړین خواړه ووېشي او په کلیوالو ټولنو کې د معیشت او انعطاف رامنځته کولو فعالیتونه پیاوړي کړي.

Published

on

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې جنوبي کوریا په دې هېواد کې له اړمنو کورنیو سره ۵ میلیون ډالر مرسته کړې ده.

دا مرسته به د  نړیوال پروګرام ته دا وس ورکړي، چې زیانمنونکیو کورنیو ته بېړنۍ خوراکي مرستې چمتو کړي؛ د میندو له تغذیې ملاتړ وکړي، په ښوونځیو کې ماشومانو ته ورځني اړین خواړه ووېشي او په کلیوالو ټولنو کې د معیشت او انعطاف رامنځته کولو فعالیتونه پیاوړي کړي.

د دغه راپور له مخې؛ دا مرستې په داسې وخت کې کېږي، چې په افغانستان کې د نفوسو یو پر درېیمه برخه یا شاوخوا ۱۵ میلیون وګړي، چې د خوړو د خوندیتوب له سخت بحران سره مخ دي.

په راپور کې راغلي: « په افغانستان کې ژمی وحشیانه دی. د کار او خواړو پرته، کورنۍ د یو ناممکن انتخاب سره مخ دي،چې کورونه تاوده کړي که ماشومان له لوږې وژغوري.”

د افغانستان لپاره د سویلي کوریا د سفارت چارسمبالی مون سونګ‌هوان ویلي: ” اوسمهال د افغانستان د نفوس یو پر درېیمه برخه – نږدې ۱۵ ملیون وګړي – وږي دي او د ژوندي پاتې کیدو لپاره خوراکي توکو ته اړتیا لري. جنوبي کوریا د افغانستان له خلکو سره ولاړه او له اړمنو کورنیو سره مرستې ته ژمنه ده.”

باید وویل شي، چې جنوبي کوریا په تېرو ۵ کلونو کې افغانستان ته د خوړو له نړیوال پروګرام سره ۳۶ میلیون ډالره مرسته کړې ده.

Trending

Exit mobile version