سیمه ییز خبرونه

حامد كرزى هغه بريد په كلكه غندلى، چې استاد رباني په كې ووژل شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان ولسمشر حامد كرزي هغه ترورستي بريد غندلى، چې په پايله كې يې پخوانى ولسمشر او د سولې عالي شورا رييس پروفيسور برهان الدين رباني ووژل شو.

له ولسمشرۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، چې:

حامد كرزى، چې تېره شپه د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه كې د گډون په هيله نيويارك ته رسيدلى؛ د يادې پېښې له خبريدو سره سم يې سفر نيمگړى پرېښود او هېواد ته راستون شو.

ولسمشر حامد كرزي له راروانيدو مخكې وويل، چې:

د استاد برهان الدين رباني وژل د هغې لړۍ كړۍ ده، چې د احمد ولي كرزي، جان محمد خان، جنرال داود داود، غلام حيدرحميدي او يو شمېر نورو مشرانووژل دا په ډاگه كوي، چې د افغانستان دښمنان پر هېوادپالو افغانانو رحم نه لري.

پروفیسوربرهان الدین ربانی د افغانستان پخوانى جهادي ولسمشر او د سولې عالي شورا مشر پرون ماښام( سه شنبه د وږي په۲۹) په خپل كوركې له ځانمرگي بريد سره مخ شو.

امنيتي سرچينو په دې اړه له بشپړو څرگندونو ډډه كړې، خو عيني شاهدانو ويلي، چې په دغه پېښه كې پېنځه كسه وژل شوي او دوه كسه د معصوم ستانكزي په گډون سخت ټپيان دي.

يو امنيتي مقام ، چې د نوم له ښودنې يې ډډه كړې؛ رسنيو ته ويلي، چې:

دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه ، چې د طالبانو يو استازي د استاد رباني په كور كې ځانته چاودنه ور كړه.

دغه مقام زياته كړې، چې:

د طالبانو دغه استازي د سولې د خبرو د غزولو په پلمه د استاد كور ته د ننوتلو لار موندلې وه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version