نړۍ

حزب الله د اسرائیلو پر څارګرې اډې توغندیز بریدونه ترسره کړل  

Published

on

(Last Updated On: کب ۹, ۱۴۰۲)

د رویټرز د حزب الله د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې دوی د سې شنبې پر ورځ د لبنان په خاوره کې د اسرائیلو د برید په ځواب کې د دوی د هوايي څارنې پر اډه توغندي وتوغول، چې د ځاني زیان په اړه یې تر دې دمه څه ویل شوي نه‌دي.

د اسرائیلو جنګي الوتکو د دوشنبې پر ورځ د لبنان د بقاع درې پر بعلبک، چې پولې ته نږدې موقعیت لري بمبارد وکړ.

په لبنان کې د ملګرو ملتونو سوله‌ساتو ځواکونو له ټولو خواوو څخه وغوښتل، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د جګړې د پای د تاوتریخوالي مخه ونیسي، چې د شخړې سیاسي حل له خطر سره مخ نه‌کړي.

د لبنان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې همغږي کوونکې جوانا ورونکا هم د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه وکړه او څرګندوي، چې د ډزو تبادله د پراخې اورلګېدنې خطرونه رامکنځته کوي.

د حزب الله دوه فکري ملاتړو رویټرز ته ویلي، چې دا ډله به پر اسرائیلو ډزې ودروي؛ خو که اسرائیل د فلسطین په غزه کې د اوربند وړاندیز ومني او اسرائیلي ځواکونه پر لبنان ډزې ونه‌کړي.

لبناني سرچینو ویلي، د اسرائیلو په برید کې د حزب الله لږ تر لږه دوه غړي وژل شوي دي.

حزب الله بیا د دوشنبې پر ورځ د جولان په لوړو کې د اسرائیلو پر یوه پوځي مرکز ۶۰ توغندي وتوغول. دې ډلې دا نه‌دي ویلي، چې د سې شنبې پر سهار څومره توغندي توغول شوي؛ خو وایي، چې دا یو پراخه برید و.

د حزب الله سیاستوال حسن فضل الله د دوشنبې پر ورځ د غچ اخیستنې غږ پورته کړی و.

د اسرائیلو دفاع وزیر یوآو ګالانټ د یکشنبې پر ورځ ویلي وه؛ اسرائیل پلان لري، چې په غزه کې د احتمالي اوربند په صورت کې پر حزب الله  بع بریدونه روان وساتي.

Trending

Exit mobile version