1393ټاكنې
حكومتي چارواكي د يوه مشخص نوماند په گټه كاركوي- ذكي
د ولسمشرۍ د نوماند غني احمدزي د ټاكنيز كمپاين مسوولين وايي، چې زياتره حكومتي چارواكي لگيا دي دولتي امكانات د يوه مشخص كانديد په گټه كاروي.
د ولسمشرۍ د نوماند داكتر اشرف غني احمدزي د ټاكنيز كمپيان غړى فیض الله ذکی وايي:
له نهه ورځو وروسته به د ولسمشرۍ د كانديدانو ټاكنيزې مبارزې پاى ته ورسيږي؛ خو له ځينو كانديدانو سره داسې اندېښنې شته، چې حكومتي چارواكي لگيا دي د ځانگړيو كانديدانو لپاره كمپاين كوي.
د دغه كميپان ويانده آزيتا رفعت پر ولسمشر غږ كوي، چې د ټاكنو د شفافيت لپاره هغه كسان له دندو گوښه كړي، چې حكومتي امكانات د مشخصو كانديدانو په ګټه كاروي.
دوى د پكتيا والي جمعه خان همدرد تورنوي، چې د مشخص كانديد لپاره كار كوي؛ خو ښاغلى همدرد دا تور بيځايه بولي.
په همدې حال كې له افغانستان څخه د ټاكنو د څارنې د نړيوالو څارونكيو وتنه د اشرف غني احمدزي د ټاكنيز كمپاين د اندېښنې وړ گرزېدلې او په ډاگه كوي، چې امنيتي ستونزې اوس هم د ټاكنو په وړاندې گواښ بلل كيږي.
پر كابل سرينا د وسلوالو طالبانو وروستى بريد هم د ولسمشرۍ كانديدان اندېښمن كړي دي.
ښاغلى حمید الله فاروقی وايي:
د ناامنيو له وېرې د نړيوالو څارونكيو وتنه ښايي ټاكنې له گڼو ستونزو سره مخ كړي.
يوولس ورځې وروسته به په افغانستان كې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو ټاكنې وشي. افغان امنيتي مسوولين وايي، چې د ټاكنو د گډوډولو لپاره په پاكستان كې زياتره مدرسې تړل شوې دي.