سیمه ییز خبرونه

حكومت د كاري فرصتونو په را منځته كولو كې پاتې راغلى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د كارگرو ټولنه وايي، چې:

حكومت په تېرو لس كلونو كې د كاري فرصتونو را منځته كولو ته هيڅ پام نه دى كړى.

د كارگرو ټولنې مسوولين وايي، چې:

همد ا اوس د كار په شرايطو برابر شاو خوا ديارلس ميليون افغانان بې كاره دي.

د كار او ټولنيزو چارو وزارت بيا دا ارقام له حقيقته ليرې بولي.

پخوا كارگر اړ ول، چې د ورځني مزد د تر لاسه كولو لپاره دولس ساعته كار وكړي، خو يو سل و اووه ويشت كاله پخوا د مى په لومړۍ نېټه(د غويى يوولسمه) زرگونه امريكايي كارگرو لاريون وكړ او اته ساعتونو ته يې د ورځني كار د راكښته كولو غوښتنه وكړه.

كه څه هم دا  لاريون له پوليسو سره په تاوتريخوالي واوښت او زرگونه كارگر ووژل شول؛ خو كارفرمايان اړ شول، چې د كارگرو غوښتنې ومني.

دا ورځ اوس د كارگرو د پيوستون په نړيواله ورځ ياديږي.

دلته په افغانستان كې بيا د كار په شرايطو برابر ميليونونه كسان له بې كارۍ سرټكوي.

د كډوالو چارو وزير جماهير انوري او د كارگرو د ټولنې رييس  معروف قادري هم  په افغانستان كې د  كاري فرصتونو پر لږوالي اندېښنه څرگندوي.

د كار او ټولنيزو چارو وزارت وياند علي افتخاري د كارگرو د ټولنې ارقام له حقيقته لري بولي.

د ښاغلى علي افتخاري د اټكل له مخې په افغانستان كې د كار په شرايطو برابر شاو خوا څلور ميليون كسان بې كاره دي.

په افغانستان كې د بې كارۍ پر لوړې كچې سربېره په زياترو مواردو كې كارفرمايان له كوم حقوقي تړون او ضمانت پرته كارگران  پر كار گوماري.

Trending

Exit mobile version