بی بی سی پښتو

حنیف اتمر تهران کې له ایراني چارواکو سره وکتل

Published

on

د افغانستان د بهرنیو چارو چارسمبالی وزیر محمد حنیف اتمر تهران ته ورسېد. ښاغلي اتمر تهران له رسېدو سره سم له خپل ایراني سیال جواد ظریف سره کتلي دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعللامیه کې راغلي:

په دې کتنه کې د د دواړو هېوادونو د وزارتي پلاوو ترمنځ د افغان وګړو اړوند وروستیو ناوړه پېښو، د څېړنو تعقیب، د بیا پېښېدو د مخنیوي پر لارو چارو، د هر اړخیزه همکاریو پياوړتیا او پراختیا او د پراخو همکاریو د سند د کمیټو د پروګرامونو په اړه خبرې وشوې.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه جلا اعلامیه کې ویلي چې ښاغلي اتمر یکشنبه د ایران د ملي امنیت عالي شورا له مشر علي شمخاني سره هم وکتل او ورسره یې ایران کې د افغان کډوالو پر مسله، د افغان سولې پر بهیر او همدا راز د افغان کډوالو په تړاو وروستیو پېښو په اړه هم خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند په وینا ښاغلی اتمر به په خپل دې دوه ورځني سفر کې د دې هېواد له چارواکو سره په بېلابېلو موضوعګانو لکه د ایران او افغانستان پر اقتصادي همکاري، سرحدي ستونزې، امنیتي او روغتیايي برخو کې وغږېږي.

ښاغلی اتمر وروسته له هغه ایران ته سفر کوي چې د ایران په یزد کې د افغان کډوالو یوه موټر وروسته تر هغه اور واخېسته چې ایراني سرتېرو ډزې پرې وکړې او لږ تر لږه درې کډوال په کې ووژل شول.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حامد تهذیب وايي، دا پلاوی د دې لپاره تللی چې د ورته پېښو د مخنیوي په پار له ایراني چارواکو سره وغږیږي.

دې پېښې په افغانستان کې دننه او بهر پراخ غبرګونونه وپارول او ګڼو هېوادونو کې افغانانو د ایران پر ضد اعتراضونه وکړل.

د ایراني چارواکي پر څرګندونو د افغان حکومت ناخوښي:

BBC
د نړۍ په ګڼو ښارونو کې افغانانو په ایران کې له افغان کډوالو سره د دې هېواد چلن پر ضد لاریونونه وکړل

بله خوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې د ایران د وسله والو ځواکونو د قضايي ارګان د مشر حجت الاسلام بهرامي د هغو څرګندونو په اړه ژور خپګان ښودل شوی چې ویلي یې وو، افغان لوري سېند کې د افغان کډوالو د ډوبېدو پېښې په تړاو ایراني لوري ته سندونه نه دي ورکړي.

د افغان حکومت اعلامیه کې ویل شوي چې هریرود سېند کې د افغان کډوالو د ډوبېدو په تړاو د افغان حکومت پلاوي په هرات ولایت کې د ایران د کونسل په حضور کې له دې پېښې د ژوندیو پاتې شویو اوو کسانو ، د قربانیانو د کورنیو د غړو او سیمې د اوسېدونکو خبرې واورېدې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دواړو هېوادونو د کمیسارانو د ګډې څېړنې پرمهال د ترلاسه شویو شواهدو په ګډون د پېښې له ځایه د سندونو په ترلاسه کولو سره مستندې څېړنې شوي دي.

اعلامیه کې ویل شوي چې دا سندونه او شواهد په رسمي توګه د ایران د بهرنیو چارو د وزیر حقوقي مرستیال بهاروندي په مشرۍ کابل ته راغلي پلاوي ته تسلیم کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ټېنګار کړی چې افغان دولت ایراني لوري ته د سپارل شویو سندونو په اړه د څېړنو د پایلو تر لاسه کولو لپاره مسله تعقیبوي او د عدالت تر تامېنېدو به دې هڅو ته دوام ورکړي

د افغان کډوالو سوځېدنه؛ اصله کیسه څه وه؟

په تهران کې د افغانستان سفیر غفور لېوال چې دا پېښه یې له نږدې څارلې وه پخوا یې د ایراني مسؤلینو له قوله ویلي وو، چې انساني قاچاقچیانو یو شمېر افغان کډوال ایران ته لیږدول.

د نوموړي په وینا ایراني پولیسو د موټر پر ټایر ډزې کړي چې په پایله کې موټر ټکر کړی او ګاډي اور اخېستی.

یوه میاشت دمخه هم یو شمېر افغان چارواکو او عیني شاهدانو ادعا کړې وه چې د ایران پوله ساتو ځواکونو ۴۶ افغان کډوالو ډبولي او بیا یې سیند ته اچولي دي.

یوه افغان پلاوي دا پېښه څېړلې او ویلي و، چې له دې ډلې ۱۲ تنه وژل شوي، ۱۷ تنه ژغورل شوي او ۱۷ نور تري تم دي.

Trending

Exit mobile version