تازه خبرونه

حکمتیار به په میاشتو کې نه، په څو اوونیو کې هېواد ته ستون شي-امین کریم

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 د اسوشیتیدپرس آژانس لیکلي، چې افغانستان ته د حکمتیار په ستنیدو به په سیاسي چاپېریال کې بدلون رامنځته او د طالبانو پرضد جګړه به نوره هم پېچلې شي.

د حزب اسلامي د پلاوي مشر امین کریم اسوشیتیدپرس آژانس ته ویلي، چې حکمتیار به په لنډو څو اوونیو کې کابل ته ستون شي.

ښاغلی امین کریم، چې د سولې موافقه يي کړې، پخپله د سختو امنیتي تدابیرو لاندې په کابل کې اوسیږي.

هغه پر یوشمېر أفغان رقیبانو او د سیمې پر هېوادونو نیوکې کوي او وایي، چې د حکمیتار د بېرته ستیندو مخه نیسي.

ښاغلی امین ګریم وایي؛د حزب اسلامي زیات شمېرهغه قومندانان،چې غوښتل يي کابل ته راشي، نیول شوي دي.

د حزب اسلامي امیر ګلبدین حکمتیار،چې له دوه زره لومړي کال وروسته يي د امریکایي ځواکونو په وړاندې وسلواله جګړه کوله؛د تېرکال په سیپتمبر میاشت کې یي د افغانستان له حکومت سره د پخلاینې هوکړه لاسلیک کړه.

Trending

Exit mobile version