بی بی سی پښتو
حکمتیار: د غني او عبدالله هوکړه ناکامه ده؛ پکار وه چې له سره ټاکنې وشي
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب د ولسمشر غني او مخکیني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ شوې سیاسي هوکړه د ملي یووالي حکومت د تجربې تکرار بللی او نورو سیاسي لوریو ته یې بلنه ورکړې چې د پیاوړي اپوزیسیون لپاره د یوه خپلواک محور ملا وتړي.
اسلامي حزب له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې سیاسي هوکړه د ” ملي یووالي حکومت د مخکینۍ ناکامې تجربې” تکرار دی او دا هوکړه د اسلامي حزب له نظره نه د کړکیچ په هواري کې مرسته کولی شي او نه یې هم په پایله کې یو متحد حکومت رامنځته کېدای شي.
د افغانستان اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار هم په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند و، او له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله وروسته په دریمه درجه درې اعشاریه ۸۵ سلنه رایې یې ګټلې وې.
خو د عبدالله عبدالله او ګڼو نورو نوماندانو په څېر ښاغلي حکمتیار هم د د ټاکنو وروستۍ پایلې رد کړې وې او د درغلۍ تورونه یې لګولي وو.
وړمه ورځ د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ د څو میاشتو له اختلاف وروسته سیاسي هوکړه لاسلیک شوه چې له مخې یې ښاغلي عبدالله ته د ملي پخلاینې عالي شورا مشري او سیاسي ملاتړو ته یط کابینه کې ۵۰ سلنه ونډه ومنل شوه.
حکمتیار: د غني او عبدالله ډلې ګډ کار نشي کولای:
خو د اسلامي حزب په اعلامیه کې د ولسمشر غني او ښاغلي عبدالله د ټاکنیزو ډلو ترمنځ سیالۍ او اختلاف ته په اشارې سره ویل شوي چې د دوی ترمنځ ګډ کار ناشونی دی.
حزب اسلامي وايي غوره لار دا وه چې د ټاکنو پایلې لغوه او له سره بیا ټاکنې شوې وای.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب نورو افغاني لوریو ته بلنه ورکړې چې د روان وضعیت پای ته رسولو لپاره “د یوه ځواکمن مستقل محور رامنځته کولو لپاره ملا وتړي ځکه د داسې محور جوړول له بحرانه د وتلو یوازېنۍ لاره ده”
اعلامیه کې له حکومته غوښتنه شوې چې د داسې یوه محور رامنځته کېدو په وړاندې دې “خنډونه” نه جوړوي چې “د اساسي قانون له حکم سره سم یو دروند او معتبر اپوزیسیون را منځته شي”.
تېرې ولسمشریزې ټاکنې لومړي ځل و چې ګلبدین حکمتیار په دې کچه ټاکنو کې د یوه نوماند په توګه برخه واخیسته.
د ټاکنو کمېسیون له خوا د اعلان شوې پایلې له مخې ښاغلي حکمتیار ټولې ۷۰ زره او ۲۴۱ رایې ګټلې وې.