تازه خبرونه

حکومتي او طالب پلاوي یو لړ پرمختګونو ته رسېدلي

Published

on

(Last Updated On: کب ۳۰, ۱۳۹۹)

د حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو د اړیکو ډلې تر منځ په دوحه کې خبرې روانې دي او په دې برخه کې یو لړ پرمختګونه هم رامنځته شوي، چې ژر به اعلان شي.

د دوحې خبرې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر لخوا تازه بې نتیجې اعلان شوې وې؛ خو اوس په دې خبرو کې د پرمختګونو یادونه کیږي.

د افغانستان د مرکچي ډلې غړي وایي، چې د دواړو لوریو د اړیکو ډلو تر منځ ناستې هره شپه روانې وي، او ښایي د ترکیې له ناستې مخکې یو سیاسي جورجاړی رامنځته شي.

د جمهوریت پلوي مرکچي پلاوي غړې فاطمه گیلاني ویلي: خبرې د هرې شپې تر ناوخته روانې وي؛ د اړیکو دواړه ډلې هره شپه په خپلو کې ناستې تر سره کوي او مهمو بریالیتوبونو ته هم رسېدلي، چې ژر به اعلان شي. مونږ هیله لرو، چې له طالبانو سره د ترکیې له ناستې مخکې یوه سیاسي جورجاړي ته ورسیږو.

د سیاستوالو او جمهوریت پلوي پلاوي د غړیو د څرګندونو له مخې؛ دا مهال نړیوال په ځانګړي توګه د سیمې هېواودنه او ګاونډیان له سولې ملاتړ کوي.

په بریټانیا کې افغان سفیر زلمي رسول ویلي، چې تپلې سوله به د افغانستان خلکو ته ناوړه پایلې ولري.

زلمی رسول وایي: تحمیلي سوله، چې په کې د افغانستان د خلکو غوښتنه او اراده د پام وړ نه وي؛ تلپاتې سوله نده او دا ډول سوله به ډېره خطرناکه وي. پر طالبانو هم باید فشار راوړل شي، چې تاوتریخوالی کم کړي او له اوربند سره هوکړه وکړي.

ملګري ملتونه د ترکیې د ناستې کوربتوب ته چمتووالی نیسي، چې د افغانستان د سولې او جګړې د برخلیک ټاکلو لپاره مهمه ناسته یاده شوې ده.

د ملګرو ملتونوویاند ستیفن دجیوریک وایي: مونږ له بېلابېلو بهیرونو سره زمونږ د نوي استازیتوب د پیل او د ملګرو ملتونو د ګډون په اړه خبرې روانې ساتو.

د مسکو ناسته د استانبول ناستې ته د زمینې برابرونکې نومول شوې، چې په اړه یې د افغانستان د سولې امریکایي استازي زلمي خلیلزاد له افغان مشرانو او طالبانو د ترکیې ناستې ته د چمتووالي غوښتنه کړې ده.

Trending

Exit mobile version