تازه خبرونه

حکومتي پلاوي د کاج ښوونیز مرکز د برید د قربانیانو له کورنیو سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۱, ۱۴۰۱)

د کورنیو چارو وزارت د دفتر رییس زین الله عابر په مشرۍ یوه پلاوي د کاج  ښوونیز مرکز د برید د قربانیانو له کورنیو سره وکتل او خپله خواخوږي ورته وړاندې کړه.

همدارنګه د کورنیو چارو وزارت دغه پلاوي له دوی سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او د وژل شویو له کورنیو سره یې سل زره افغانۍ او له ټپیانو سره پنځوس زره افغانۍ نغدي مرسته وکړه.

پلاوي څرګنده کړې، چې د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د قربانیانو له کورنیو سره ځان په دې غم کې شریک بولي.

پلاوي ویلي: دا قاتلین، دا وحشيان او دا جنایتکاران هیڅ دین او انسانیت نه پېژني او هر څه، چې کولی شي هغه کوي او مونږ ټول یې موخه یوو.

د افغانستان د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت مرستیال او د قربانیانو له کورنیو سره لیدنې ته د راغلي پلاوي غړي عبداللطیف نظري ویلي، دښمنان د دا ډول کړنو له په ترسره کولو سره د ملت د وېشلو هڅه کوي.

نظري وایي: د افغانستان د ثبات، امنيت، پرمختګ او پرمختګ دښمنان هڅه کوي، چې د افغانستان د خلکو ترمنځ تفرقه، نفاق، تاوتريخوالى او کرکه رامنځته کړي.

د کابل په یوه ښوونیز مرکز کې د جمعې د ورځې خونړۍ چاودنه په کور دننه او نړیواله کچه پراخې غندنې راپارولې دي.

د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ ويلي، د لومړنیو معلوماتو له مخې د کاج په ښوونیز مرکز کې چاودنې د هلکانو او نجونو په ګډون ۱۹ تنه وژلي او ۲۷ نور یې ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت هم د چاودنې دغه مرګ و ژوبله تائید کړې ده.

دغه چاودنه د اسلامي امارت، افغان سیاسي مشرانو او بهرنیو دیپلوماتیکو ماموریتونو لخوا په پراخه کچه غندل شوې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې دغه برید غندلی او هغه یې یو لوی وحشت بللی دی.

د خصوصي ښوونځيو او کورسونو د قربانیانو کورنیو ویلي؛ لوړ پوړي چارواکي دې دوی ته د ټوپک اجازه ورکړي، چې دا مرکزونه په خپله خپل امنیتي تدابیر ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ نن دوشنبه ويلي؛ د کاج په ښوونیز مرکز کې د چاودنې د قربانیانو شمېر مخ په ډېرېدو دی او تر دې دمه د ۴۶ نجونو په ګډون ۵۳  زدکوونکي وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان دي .

Trending

Exit mobile version