تازه خبرونه

حکومتي پلاوی د عبدالله عبدالله پر مشرتابه مسکو ته روان شو

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۷, ۱۳۹۹)

د افغانستان د حکومت پلاوی د ملي پخلاینې عالی شورا د مشر عبدالله عبدالله پر مشرتابه د ترائیکا( امریکا، چین او روسیې ) پر نوښت او د مسکو پر کوربتوب جوړېدونکي یوه ورځني کنفرانس کې د ګډون لپاره مسکو ته روان شو.

د حکومتي پلاوي مشر عبدالله عبدالله او د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم په ډاګه کړې؛ پلاوي یې د مسکو هغې ناستې ته روان شوي، چې د پنجشنبې پر ورځ د مارچ پر ۱۸ د افغانستان پر سوله راڅرخي.

د ملي پخلاینې عالی شورا مشر عبدالله عبدالله څرګنده کړې؛ د افغان پلاوي غړي د روسیې فدراسیون ته روان شوي، چې په تروئیکا کنفرانس کې به له طالب پلاوي سره د دوحې د خبرو اترو پر پراختیا، تاوتریخوالي کمولو او شخړې پای ته رسولو خبرې وشي.

عبدالله عبدالله ویلي، چې افغان پلاوی د افغانستان د سوله ییز جوړجاړي په اړه د مسکو په کنفرانس کې برخه اخلي.

د ملي پخلاینې عالي شورا  مشرعبدالله عبدالله ، د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ولسمشرۍ پخوانی لومړی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم، د پخواني ولسمشر حامد کرزي مرستیال محمد کريم خليلي، د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار، د ملي پخلاینې عالي شورا مرستیال بابر فرهمند، د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري، د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی، د خپلمنځي خبرو د پلاوي غړی متین بیګ، د خپلمنځي خبرو د پلاوي غړی ښاغلي احمد نادر نادري، د خپلمنځی خبرو د پلاوي غړې حبیبه سرابي، د مشرانوجرګې لومړی مرستیال محمد عالم ایزدیار، د سولې په چارو کې د دولت وزارت مرستیال عبدالله خانجاني، د حزب اسلامي غړی عبدالستار خواصي او د حزب اسلامي غړی غيرت بهير؛ هغه ۱۶ کسیز پلاوی دی، چې د ملي پخلاینې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ماسکو په ناسته کې ګډون کوي.

دغه راز په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم څرګنده کړې؛ د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ لس کسیز طالب پلاوی نن چارشنبه مسکو ته روان شوی او ټاکل شوې، چې په مسکو کې د افغان سولې په اړه ترسره کېدونکې ناسته کې ګډون وکړي.

محمد نعیم زیاته کړې؛ د طالب پلاوي په جوړښت کې د طالبانو سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر، د طالبانو د مذاکراتي ډلې مشر شيخ عبدالحکيم، ملاعبدالسلام حنفي، مولوي شهاب الدین دلاور، ملا محمدفاضل اخند، ملا خيرالله خيرخواه، سهيل شاهين، انس حقاني، شیرمحمدعباس ستانکزی او  د طالبانو د سیاسي د فتر ویاند ډاکتر محمد نعيم شامل دي.

دواړه خواوو څرګنده کړې؛ دوی ملي ، سیمه ییزې او نړیوالې اجماع ته هیله من دي او غواړي، چې هېواد او خلک یې د روسیې، چین او امریکا په منځګړیتوب تلپاتې سولې ته ورسیږي.  

Trending

Exit mobile version