تازه خبرونه
حکومتي پلاوی د عبدالله عبدالله پر مشرتابه مسکو ته روان شو
د افغانستان د حکومت پلاوی د ملي پخلاینې عالی شورا د مشر عبدالله عبدالله پر مشرتابه د ترائیکا( امریکا، چین او روسیې ) پر نوښت او د مسکو پر کوربتوب جوړېدونکي یوه ورځني کنفرانس کې د ګډون لپاره مسکو ته روان شو.
د حکومتي پلاوي مشر عبدالله عبدالله او د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم په ډاګه کړې؛ پلاوي یې د مسکو هغې ناستې ته روان شوي، چې د پنجشنبې پر ورځ د مارچ پر ۱۸ د افغانستان پر سوله راڅرخي.
د ملي پخلاینې عالی شورا مشر عبدالله عبدالله څرګنده کړې؛ د افغان پلاوي غړي د روسیې فدراسیون ته روان شوي، چې په تروئیکا کنفرانس کې به له طالب پلاوي سره د دوحې د خبرو اترو پر پراختیا، تاوتریخوالي کمولو او شخړې پای ته رسولو خبرې وشي.
عبدالله عبدالله ویلي، چې افغان پلاوی د افغانستان د سوله ییز جوړجاړي په اړه د مسکو په کنفرانس کې برخه اخلي.
د ملي پخلاینې عالي شورا مشرعبدالله عبدالله ، د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ولسمشرۍ پخوانی لومړی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم، د پخواني ولسمشر حامد کرزي مرستیال محمد کريم خليلي، د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار، د ملي پخلاینې عالي شورا مرستیال بابر فرهمند، د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري، د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی، د خپلمنځي خبرو د پلاوي غړی متین بیګ، د خپلمنځي خبرو د پلاوي غړی ښاغلي احمد نادر نادري، د خپلمنځی خبرو د پلاوي غړې حبیبه سرابي، د مشرانوجرګې لومړی مرستیال محمد عالم ایزدیار، د سولې په چارو کې د دولت وزارت مرستیال عبدالله خانجاني، د حزب اسلامي غړی عبدالستار خواصي او د حزب اسلامي غړی غيرت بهير؛ هغه ۱۶ کسیز پلاوی دی، چې د ملي پخلاینې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ماسکو په ناسته کې ګډون کوي.
دغه راز په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم څرګنده کړې؛ د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ لس کسیز طالب پلاوی نن چارشنبه مسکو ته روان شوی او ټاکل شوې، چې په مسکو کې د افغان سولې په اړه ترسره کېدونکې ناسته کې ګډون وکړي.
محمد نعیم زیاته کړې؛ د طالب پلاوي په جوړښت کې د طالبانو سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر، د طالبانو د مذاکراتي ډلې مشر شيخ عبدالحکيم، ملاعبدالسلام حنفي، مولوي شهاب الدین دلاور، ملا محمدفاضل اخند، ملا خيرالله خيرخواه، سهيل شاهين، انس حقاني، شیرمحمدعباس ستانکزی او د طالبانو د سیاسي د فتر ویاند ډاکتر محمد نعيم شامل دي.
دواړه خواوو څرګنده کړې؛ دوی ملي ، سیمه ییزې او نړیوالې اجماع ته هیله من دي او غواړي، چې هېواد او خلک یې د روسیې، چین او امریکا په منځګړیتوب تلپاتې سولې ته ورسیږي.
تازه خبرونه
د آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.
نن سېشنبه د آریانا افغان هوايي شرکت یوه کارګو بوینګ ۷۳۷-۳۰۰ لوتکه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده.
آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.
د دغه شرکت د څرګندونو له مخې؛ آریانا افغان هوايي شرکت د دې الوتکې د کارونې لپاره له متحده عربي اماراتو مېشتې« ایر چارتر اکسپرس» شرکت سره یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.
د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بختالرحمن شرافت ويلي؛ دغه شرکت د هوا له لارې د بار لېږد چوپړتیاوو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د افغانستان د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو چوپړتیاوو پیلېدا به له افغان سوداګرو سره مرسته وکړي، چې خپل محصولات پر مناسب لګښت او لنډ وخت بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.
تازه خبرونه
په کونړ او پکتیکا کې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.
ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.
-
تازه خبرونه5 days agoنړۍ باید« د افغانستان نوی واقعیت» ومني او خپله پالیسي بدله کړي – هند
-
تازه خبرونه5 days agoیوازې د بشري حقونو پر موضوع راڅرخېدا به په افغانستان کې بې پایلې وي – روسیه
-
لوبی2 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول
-
نړۍ5 days agoپر کابل هوایي ډګر برید کوونکی محمد شریفالله په امریکا کې پر ۲۰ کاله بند محکوم شو
-
تازه خبرونه5 days agoد قطر یوه لوړپوړي چارواکي له کورنیو چارو وزیر سره ولیدل
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد امریکا او حوثیانو استازو په عمان کې پټه لیدنه کړې
-
نړۍ1 day agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
